په کابل کي د چاودني ډېر قربانيان د روشن مخابراتي شرکت دي
۱۳۹۶ خرداد ۱۵, دوشنبهد دغو وړاندي شوو شمیرو له مخې، د چهارشنبې ورځې د قربانیانو د ټول شمیر له جملې څخه د روشن خصوصي مخابراتي شرکت د وژل شوو کارکوونکو شمیر کابو دریمه برخه ده. دغه چاودنه د پلازمینې په نسبتاً خوندي سیمه کې د روشن خصوصي مخابراتي شبکې مرکزي دفتر ته څیرمه رامنځته شوه.
یاد شرکت پر خپله تویتر پاڼه لیلکي چې د کابل په چاودنه کې د دوی شاوخوا ۵۰ کارکوونکي ژوبل شوي چې له دوی څخه څلور کسان یې د سختو ټپونو له امله لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
په کابل کې د چهارشنبې ورځې چاودنه چې د فاضله اوبو د انتقالونکي یوه ټانکر په واسطه وشوه، په خپل ډول کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو درنه چاودنه وه چې له امله یې شاوخوا ۹۰ کسان ووژل شول او تر۴۶۰ ډیر پکې ټپیان شول.
د چاودنې له امله د پیښې سیمې ته څیرمه د آلمان د سفارت او د روشن په نامه د خصوصي مخابراتي شرکت پر ودانیو سربیره نورې نږدې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.
په افغانستان کې د طلوع نیوز په نامه یوه ځايي خصوصي تلویزیون د امنيتي کامرو ثبت شوی فلم ترلاسه کړی چې پکې د آلمان سفارت ته نږدې د فاضله اوبو د انتقال یو ټانکر ښکاري او تر توقف وروسته چاودنه کیږي.