1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د روسيې سفارت ته نژدې ځانمرگی بريد

۱۳۹۴ دی ۳۰, چهارشنبه

افغان چارواکي وايي چي د کابل په دارالامان سيمه کي د روسيې سفارت ته نژدې ځانمرگي بريد کي څلور انسانان وژل سوي او تر ۲۵ زيات ټپيان سوي دي. پېښه ناوخته ماښام مهال رامنځته سوې ده.

https://p.dw.com/p/1HhDt
انځور: Reuters/A. Masood

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت چارواکو ويلي دي چي د چهارشنبې په ماښام يوه بريدکوونکي د چاودېدونکو موادو ډک موټر د روسيې سفارت ته نژدې چولی دئ.

ځايي اوسېدونکي ويلي دي چي چاودنه ډېره پياوړې وه او په سیمه کي اور لگېدلی دئ.

په کابل کي ځينو رسنيو په دغه چاودنه کي د پنځو کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده، خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په خپل تويتر پاڼه کي ليکلي دي: «د نن ورځي په تروريستي بريد کي څلور ملکي وگړي وژل سوي او ۲۰ نور ټپيان سوي دي.»

د افغانستان د روغتيا وزارت يوه چارواکي ويلي دي چي تر اوسه پوريې له سيمي څخه ۲۸ ټپيان روغتونونو ته انتقال سوي دي.

انترفکس خبري آژانس د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په حواله ليکلي دي چي چاودنه د روسيې سفارت پر مخامخ سوې ده، خو گومان نه کيږي چي هدف به ئې د دوی سفارت وو.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي د دوی د سفارت کارکوونکو او ساتونکو ته زيان نه دی رسېدلی.

د بريد مسئوليت تر اوسه پوري هيچا پرغاړه اخيستی نه دئ. په روان مېلادي کال کي دا په کابل کي شپږم بريد دئ.