1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د ترافيکو پر رياست وسله وال يرغل

سيد رياض (afpe,rtre)۱۳۹۱ بهمن ۲, دوشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې په کابل کې د ترافیکو پر ریاست يرغل پای ته ورسید. د چارواکو په وینا په دغه څو ساعته نښته کې د پولیسو درې افسران او پنځه تنه یاغیان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/17O0R
Afghan security forces run on the roof of the Kabul traffic police headquarters as it is attacked by insurgents in Kabul January 21, 2013. A coordinated attack involving at least three suicide bombers and a powerful car bomb took aim at the headquarters of the Kabul traffic department on Monday, followed by a clash between at least one insurgent and security forces, police said. REUTERS/Omar Sobhani (AFGHANISTAN - Tags: CIVIL UNREST CRIME LAW TPX IMAGES OF THE DAY)
Afghanistan Anschlag in Kabulانځور: Reuters

د کورنیو چارو وزرات ویاند صدیق صدیقي ویلي دي دغه برید چې د موټر بم په چاودنه سره پیل شوی وو، تر نهو ساعتونو وروسته پای ته رسیدلی دی. هغه ویلي دي چې په دغه برید کې څلور تنه ترافیکي پولیس هم ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندان محمد ایوب سالنگي ويلي دي چې لس تنه نور ټپي شوي دي. د هغه په وینا دوه تنه ځانمرگي برید کوونکي د ترافیکو ریاست په دروازه کې وژل شوي دي، بل تن یې ځان د ودانۍ دننه الوزولی دی او نور دوه تنه مخکې له دې چې خپل ځانمرگي واسکټونو ته انفجار ورکړي د پولیسو له لوري وژل شوي دي.

لومړي راپورونه

افغان امنيتي چارواکي وايي، چي ځانمرگي برید کوونکو د کابل د ترافیکو پر عمومي رياست په بريد کي نزدې ۱۸ تنه ټپي سوي دي. پيښه د دوشنبې په ورځ سهاروختي رامنځته سوې ده او اوس هم ډزي دوام لري.

د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ په حواله په ودانۍ کې د ځانمرگو برید کوونکو له لورې د تیرو پنځو ساعتونو راهيسي جگړه روانه ده او ناټو ځواکونه هم د پیښې ځای ته رسېدلي دي. د دغه برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

د فرانسې خبري آژانس د روغتیايي چارواکو له قوله ویلي دي ۱۸ تنه چې زیاتره یې ملکي وگړي دي د ځانمرگي برید په پایله کې ټپیان شوي دي.

د ترافيکو له رياست څخه دود پورته کیږي
د ترافيکو له رياست څخه دود پورته کیږيانځور: picture-alliance/dpa

د کابل د امنیې قوماندان محمد ایوب سالنگي، ویلي دي دوه تنه چې په وسلو او ځانمرگو واسکټو سنبال ول هغه وخت ووژل شول، چې دغي پنځه پوړیزي ودانۍ ته يې د ننوتو هڅه کوله او یو یا دوه تنه ودانۍ ته ورننوتي او د هغوی له خوا ډزي کیږي.

هغه د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وویل: «دوه تنه برید کوونکي زموږ د پولیسو له خوا وژل شوي دي. یو یا دوه تنه د ودانۍ په داخل کې دي چې جگړه کوي. موږ د ودانۍ زیاتره برخه نیولې ده او ډیر ژر به په دې وتوانیږو چې دغه ودانۍ تصفیه کړو.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم ورته خبري کړي دي او د جنایي جرمونو د څانگې مشر محمد ظاهر له ځایي تلویزون سره په خبرو کې ویلي دي چې په دغه برید کې د پولیسو څلور تنه افسران په سطحي توگه ټپي شوي دي.

د عیني شاهدانو په حواله د پولیسو له دغه ودانۍ څخه لوگی پورته کیږي او اوس هم د ډزو او د لاسي بمونو د چاودنو غږونه اوریدل کیږي. د فرانسې د خبري آژانس عکاس ویلي دي چې ناروېږي عسکرو پر دغي ودانۍ ډزې کړي دي. آیساف ځواکونو په دغه عملیاتو کې د برخي اخیستلو خبره تائید کړې ده، خو پر دې خبره یې ټینگار کړی دی چې په عملیاتو کې د دوی د ځواکونو ونډه ډیره کمه ده.

د ایساف ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «زموږ یو ډیر کم شمیر سرتيري د پیښي په ځای کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي. دا لومړني او مشورتي رول دی او په بشپړه توگه دغه عملیات د افغان ځواکونو په مشرۍ تر سر کیږي.» هغه په دې اړه له نورو جزئیاتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.

افغان امنيتي ځواک سیمه کلابنده کړې ده
افغان امنيتي ځواک سیمه کلابنده کړې دهانځور: Reuters

یوه تن ځایي اوسیدونکو ویلي دي چې دغه برید د یوې لویې چاودنې په تر سره کیدو سره پیل شو چې په سيمه کي د کورونو هنداري یې ماتې کړې دي. دغه تن زیاته کړې ده چې لومړنۍ چاودنه «ډیره لویه» وه او تر هغې وروسته نورې څو چاودنې او ډزې شوي دي.

د دغه عیني شاهد په حواله «د پیښې ځای ته د اطفایې موټر، امبولانسونه او پولیس رارسیدلي دي. د دغه ودانۍ له لوري ډزي کیږي او د ودانۍ وروستی پوړ تر برید لاندي دی.»

دا په يوه اوونۍ کې دوهم برید دی چې په پلازمېنه کابل کې تر سره کیږي. تیره اوونۍ په کابل کې د ملي امنیت پر یوه دفتر باندي هم یو برید تر سره شو.