په کابل کي د بهرنيانو پر هوتل بريد ۴ کسان وژلي
۱۳۹۵ مرداد ۱۱, دوشنبهد دوشنبې په ورځ سهار وختي د کابل هوايي ډگر ته څېرمه د «Norghgate» هوټل د ننوتلو په دروازه کي لومړی يو موټر بم وچاوېد او وروسته د سپکو وسلو ډزونه پيل سول.
د کابل د پوليسو مشر عبدالرحمن رحميي رسنيو ته ويلي دي چي په دغه يرغل کي يو پوليس او درې تنه يرغلگر وژل سوي دي. د رحيمي په خبره په هوټل کي مېلمنو او کارکوونکو ته زيان رسېدلی نه دئ.
د پيښي پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده او رسنيو ته ئې په يوه لند لږلي پيغام کي ويلي دي چي په دغه بريد کي ئې «امريکايي يرغلگر» وژلي او ټپيان کړي دي.
له دغي چاودني او ډزو سره سم افغان امنيتي ځواکونو دغه هوټل ته ټولي غځېدلي لاري بندي کړي. د افغانستان د کورنيو رسنيو په حواله تر چاودني وروسته ناټو ځواکونه هم د پيښي سیمي ته رسېدلي دي.
د کابل په دغه «Northgate» نومي هوټل کي تر ډېره هغه بهرنيانو اوسيږي چي کابل ته سفر کوي. د هوټل سيمه سخته څارل کيږي او څلور خواوي ته ئې دېوالونه د چاودنو مقاومت لري.
پر دغه هوټل باندي درې کاله دمخه هم يووار يرغل سوی وو.