په ژنيو کي د سوريې د سولي خبرو نوی پړاو
۱۳۹۶ تیر ۱۹, دوشنبهپه سوريه کي د سولي راوستلو له پاره د خبرو اووم پړاو نن د دوشنبې په ورځ (۲۱۰۷م کال د جولای ۱۰مه) د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي ستفان دي ميستورا په منځگړيتوب پيليږي. دغه خبري د سوريې په جنوب لوېديځ کي تر اوربند يوه ورځ وروسته پيليږي.
تر دې مخکي د سوريې د حکومت او وسله والو مخالفانو ترمنځ ۶ واري خبري بې نتيجې پای ته رسېدلي وې. د دغو خبرو وروستی پړاو د روان کال په می مياشت کي وو چي هيڅ نتيجه ئې نه لرله.
په دغو خبرو کي ستر خنډ د سوريې د واکمن بشار اسد، سياسي راتلونکی دئ. د اسد مخالفان غواړي چي هغه له واکه ليري، خو د حکومت استازي بيا د اسد د سرنوشت په اړه له هرډول خبرو اترو سره مخالفت کوي. روسيه او ايران په دې برخه کي د سوريې د حکومتي استازو ملاتړ کوي.
د سوريې په جنوب لوېديځ کي اوربند
په سوريه کي نوی اوربند د امريکا متحدو ايالتو او روسيې د جمهور رئيسانو دونالد ترمپ او ولاديمير پوتين تر ليدني کتني وروسته پيل سوی دئ. دغو دواړو مشرانو د جمعې په ورځ په هامبورگ کي د جي شل سرمشريزي په څنډه کي ملاقات لرل.
د دوی تر ليدني کتني وروسته د روسيې او امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرانو سرگي لاوروف او رکس تيلرسن، په سوريه کي د اوربند پر سر د سلاکېدو جزئيات اعلان کړل. دغه اوربند د يکشنبې ورځي له ماسپښين راهيسي په درعا، سويدا او قنيطره سيمو او د اردن سرحد ته څېرمه پيل سوی دئ.
ځيني کارپوهان وايي چي د سوريې په جنوب لوېديځ کي پر اوربند باندي د امريکا او روسيې توافق ځکه سوی دئ چي ايران او د لبنان حزب الله ډله له دغو درو ولايتونو څخه ليري کړي.
په تيرو دوو ورځو کي داسي رپوټه خپاره سوي چي گويا امريکا او روسيه د سوريې د راتلونکی، د دغه هيواد د سرحدونو د کنترول او دغه راز له دغه هيواده د ايران د ليري کولو پر سر سره سلا سوي دي.
dpa,afp,rtr/ N.Z
زموږ له ارشيف څخه: