1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پیکنګ کې د امریکا او چین دوه اړخیزه کلنۍ غونډه

آژانسونه۱۳۹۵ خرداد ۱۷, دوشنبه

د امریکا او چین ترمنځ کلنۍ غونډه چې د بهرنیو چارو سوداګرۍ او نورو اړوندو مسایلو په اړه پکښې خبرې کیږي، د دوشنبې په ورځ په پیکنګ کې پيل شوه. د دوه اړخیزو خبرو هدف د خپل منځي ترنګتیاو کمول او د همکاریو زیاتول دي.

https://p.dw.com/p/1J18l
China USA strategischer und wirtschaftlicher Dialog
انځور: Reuters/S. Loeb

په امنیتي برخه کې ترنګتیاوې چې د چین له خوا د چین په جنوبي سمندرګي کې د ځمکې د ملکیت دعوې له امله رامنځته شوي، لا دوام لري. د امریکا او متحدینو له نظره یې دغه نړیوالې اوبه دي خو چین یې د ملکیت دعوا کوي.

د غونډې د پرانستو پر مهال د چین ولسمشر شي جین پینګ، وویل چې د دې اړتیا ده چې چین او امریکا یو پر بل زیات باور پیدا کړي. ده زیاته کړه: «موږ باید یو پر بل باور زیات کړو او د غلطو قضاوتونو څخه ډډه وکړو.»

هغه وویل: «ځيني لانجې ښايي اوس حل نه شي خو دواړه خواوې باید عاقلانه او رغورونکی دریځ خپل کړي.» شي جین پینګ په خپلو خبرو کې مخکې وویل: «د پاسیفیک پراخه ساحه باید د همکاریو او نه د ناوړه سیالیو ډګر وګرځول شي.»

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پر چین غږ وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترنګتیاو د منځه وړولو له پاره د «ديپلوماتیک حل» په لټه کې له دوی سره همکاري وکړي.

افتصادي موضوعګانې

واشنګتن وايي چین باید د محصولاتو ظرفیت د راکمولو پلانونه په چټکه توګه عملي کړي ځکه چې د چین تجارتي شریکان په بازارونو کې د وسپنې د بیو د راټیټیدو څخه سر ټکوي. دا کار په زرونو د کار ځایونو ته هم ګواښ جوړوي. امریکا پر دې موضوع د دامپنګ یا د قیمتو د ټیټولو ضد تدابیرو په وضعه کولو سره غبرګون ښوولی او د اروپايي ټولنې چارواکو هم ویلي چې دوی په دې اړه څيړنې کوي چې آیا په دې اړوند کومو اقدماتو ته اړتیا شته که نه او که وي نو کوم ګامونه باید پورته کړل شي.

د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزیر جیک لیو د دې دوه ورځنۍ غونډې په پیل کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د محصولاتو اضافي ظرفیت د نړیوالو بازارونو د بې نظمۍ او زیان سبب کیږي. ده زیاته کړه: «د اضافي یا لوړ ظرفیت سره په مخامخ یو لړ سکتورونو کې د داسې تګلارو عملي کول چې له مخې یې محصولات تر ډيره حده راکم کړل شي، چې په هغه کې د وسپنې او المونیم برخې شاملې دي، د نړیوالو بارازونو د فعالیت او ثبات له پاره اړین دي.»

پیکنګ خوشبینه لهجه خپله کړې

د چین ولسمشر شي جین پینګ وویل چې چین به تشکیلاتي اصلاح ته دوام ورکړي او د روڼتیا د رامنځته کولو هڅې به وکړي.

ده زیاته کړه: «موږ خوشبینه یو چې چین به د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ خپل هدف ته ورسیږي.» نوموړي زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالاتو سره د پانګه اچونې دوه اړخیز تړون د چین له پاره ډير مهم وو.

دواړو خواوو د اقلیم بدلون، نړیوال اقتصاد، کرهڼې او په نورو برخو کې پر ژوره همکارۍ ټینګار وکړ.