1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په پکتيا کي سرحدي پوليس او ملکيان وژل سوي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

د پکتيا ولايت چارواکو ويلي دي چي د ماين په يوه چاودنه کي دوه سرحدي پوليس او دوه ملکيان وژل سوي دي. پيښه د يکشنبې ورځي په ماښام رامنځ ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/2cxr0
Khost Afghanistan Sicherheitslage
انځور: Faridullah Zaher

د پکتيا د پوليسو وياند عبدالله حسرت د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغه ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کي د پوليسو پر موټر د سړک د غاړي ماين په چاودنه کي دوه پوليس او دوه ملکيان وژل سوي دي.

هغه زياته کړې ده چي په دغه چاودنه کي دوه نور پوليس ټپيان سوي هم دي.

د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي پر غاړه اخيستی نه دی. خو طالبانو څه موده مخکي په ټول هيواد کي پر افغان ځواکونو د بريدونو د ډېرښت اعلان وکړ.

حسرت ويلي دي چي د شنبې او يکشنبې په ورځ په پکتيا کي د دوو طالب قوماندانانو ترمنځ هم جگړه سوې چي په پايله کي ئې پنځه وسله وال مخالفین وژل سوي دي.

دا چي د طالبانو دغه قوماندانان څوک او ولي ئې پخپله منځ کي جگړه کړې حسرت ئې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.