1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پيښور کي ځانمرگي بريد ۵۶ کسان وژلي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ شهریور ۳۱, یکشنبه

په پيښور کي پر يوې کليسا باندي په ځانمرگي بريد کي نزدې ۵۶ تنه وژل سوي دي. د چارواکو په خبره په دغه بريد کي نزدې ۱۲۰ تنه نور ټپيان سوي هم دي.

https://p.dw.com/p/19lqP
تر چاودني وروسته
تر چاودني وروستهانځور: Reuters

په پيښور کي پر يوې پخوانۍ کليسا باندي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۲۲) په ځانمرگي بريد کي په لسونو کسان وژل سوي او ټپيان سوي دي. بريد هغه مهال تر سره سوی دی، چي يو شمېر عيسويان د يکشنبې د ورځي تر عبادت وروسته د کليسا مخ ته سره راټول سوي ول.

د قربانيانو د کورنۍ غړي
د قربانيانو د کورنۍ غړيانځور: Reuters

د «کوهاتي گيت» سيمي د محلې ادارې رئيس صاحب زاده انيس، رسنيو ته وويل چي بريد هغه مهال تر سره سوو چي عيسويان تر عبادت وروسته تر کليسا دباندي ډوډۍ خوړلو ته سره راټولېدل. د هغه په خبره په قربانيانو کي کوچنيان هم شامل دي.

تر اوسه پوري معلومه نه ده چي دغه بريد يوه که دوو ځانمرگو بريدکوونکو تر سره کړی دی، خو يوه عني شاهد د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي هغه د څو ثانيو په ترڅ کي د دوو چاودنو ږغ اورېدلی دی.

په کليسا کي د کډون کوونکو له جملې څخه یو تن نذير جان، ويلي دي چي د بريد پرمهال په کليسا کي نزدې ۴۰۰ تنو عيسويانو حضور لاره.

که څه هم په پاکستان کي مذهبي اقليتونه د وسله والو له زور زياتي سره مخامخ دي، خو بيا هم پر کليساوو باندي لږ بريدونه تر سره کيږي. تر اوسه پوري هيچا د دغه بريد پړه پرغاړه نه ده اخيستې.

د يکشنبې د ورځ بريد په داسي حال کي تر سره کيږي چي د پاکستان حکومت په دغه هيواد کي له تندلارو وسله والو سره په خبرو اترو کي دی.