1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پوځ کې د ښځو د زياتېدو غوښتنه

۱۳۹۵ بهمن ۸, جمعه

افغان چارواکو ویلي دي چې پلان لري په پوځ کې د ښځو شمیر زيات کړي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان پوځي پیلوټې نیلوفر رحماني، په امریکا کې د پناه غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/2WVd3
Afghanistan Ausbildung von Soldatinnen
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د جمعې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې غواړي په پوځ کې د ښځو شمېر لس سلني ته پورته کړي. رادمنش زیاته کړې ده چې د ښځو د هڅولو له پاره د ځانګړي معاش په ګډون ځيني تشویقي امتیازات په پام کې نیول شوي دي.

رادمنش وویل: «موږ اوس په پوځ کي ۱۵۵۷ښځې لرو. دا د ټول پوځ دوه یا درې سلنه جوړوي چې ډیره لږ برخه ده.» هغه زیاته کړه: «موږ غواړو چې دغه سلنه ۱۰ ته ورسوو.»

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم له ړنګیدو ۱۵ کاله تیریږي، خو بیا هم ښځې له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. د تیر کال په دسمبر میاشت کې ۲۵ کلنې نلیفور رحماني چې د افغان هوایي ځواک پیلوټه ده او د زده کړو له پاره امریکا متحده ایالاتو ته تللې ده، په هغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړه. د هغې دې پریکړي په افغانستان کې بحثونه راپورته کړل.

رحماني په افغانستان کې د میلیونونو نجونو له پاره د یوه سمبول په توګه معرفي شوې وه خو هغه ادعا کوي چې د شهرت له کبله یې ورته د مرګ ګواښونه کیږي او له دې کبله په خپل هیواد کې نه شي پاتیدای.

رادمنش وویل چې اوس د افغانستان د پوځ په بیلابیلو روزنیزو بنسټونو کې ۴۰۰ نجونې روزني ترلاسه کوي.

نور مطالب: