1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پروان کې ځانمرگي برید ۱۶ تنه ووژل

سید ریاض۱۳۹۳ تیر ۱۷, سه‌شنبه

د پروان ولایت په بگرام ولسوالۍ کې يوه ځانمرگي برید د لسو ملکي وگړو په شمول ۱۶ تنه وژلي دي. په وژل شوو کسانو کې د ناټو څلور سرتیري هم شامل دي. طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/1CXtK
انځور: picture alliance/Photoshot

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه پیښه د سه شنبې په ورځ په پروان ولایت کې رامنځ ته شوې ده. طالبانو ویلي دي چې د دوی یوه تن ځانمرگي برید کوونکي دغه برید تر سره کړی دی.

د افغان چارواکو په حواله دغه چاودنه یوه کلینک ته څیرمه رامنځ ته شوې ده. دغه چاودنه په یوه داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو تورونو افغانستان له یوه سیاسي بن بست سره مخامخ کړی دی.

د ناټو له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د نړیوال مرستندویه ځواک څلور غړي د دښمن په یوه برید کې وژل شوي دي.» د نړیوال ائتلافي ځواکونو د پالیسۍ له مخې، په دغه پیښه کې د وژل کسانو هویت او د پیښې په اړه نور جزئیات په ډاگه شوي نه دي.

د پروان ولایت د والي ویاند وحید صدیقي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه برید کې لس ملکي وگړي او دوه تنه پولیس وژل شوي دي. نوموړې زیاته کړې ده: «ځانمرگي برید کونکي په بگرام ولسوالۍ کې هغه مهال چیکي عسکر په نخښه کړل چې دوی په سیمه کې له یوه روغتیايي کلینک څخه لیدنه کوله.»

اوس هم په افغانستان کې د ناټو ۵۰۰۰۰ سرتیري میشت دي. په ۲۰۱۱م کال کې د دغو سرتیرو شمیر له شاوخوا ۱۵۰ زرو څخه دغه شمیر ته راټیټ کړای شو. په پام کې ده چې د روان میلادي کال تر پایه پورې به په افغانستان کې د ناټو جنگي ماموریت پای ته ورسیږي او که چیرې نوی افغان ولسمشر له واشنگټن سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړي، نو شاوخوا ۱۰ زره امریکایي سرتیري به په افغانستان کې پاتې شي.

له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د ناټو د ماموریت له پیل راهیسې د نړیوالو ائتلافي ځواکونو ۳۴۵۰ سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.