1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په پاکستان کې یوه ناوې د ۱۷ کسانو د وژلو په شک نیول شوې ده

۱۳۹۶ آبان ۱۰, چهارشنبه

پاکستاني پولیسو هغه نوې واده شوې ناوې نیولې ده چې ظاهرا یې د خپل خاوند له پاره شیدو کې زهر ګډ کړي وو، خو سهوا دغو زهرو نور ۱۷ کسان وژلي دي. پيښه د پنجاب ایالت په یوه لیرې پرته سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2mqcF
Pakistan schließt NGO Save the Children in Islamabad
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې د ولسوالۍ د پولیسو د مشر سهیل حبیب تاجک له قوله لیکلي دي چې یوه ځایي قاضي پولیسو ته د دوو اوونیو له پاره اجازه ورکړې چې له دغې ښځې څخه پوښتنې ګرویږنې وکړي. د هغه په خبره په دې هکله څیړنې کیږي آیا دا د ښځې پریکړه وه او که د هغې میئن دې ته لمسولې وه چې خپل خاوند ته زهر ورکړي.

سهیل حبیب تاجک، د تیلفون په کرښه نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي: «دغه پيښه تیره اوونې رامنځ ته شوې ده او زموږ افسرانو د قتل د دغې قضیې په تړاو ښځه او د هغې مین نیولي دي، کومه چې زموږ له پاره پيچلې او ننګونکي ده.»

حبیب تاجک بې له دې دې چې د ناوې نوم واخلي ویلي دي چې په سپتمبر میاشتې کې دغه ښځه د خپل رضایت پرته علي پور ته څیرمه په یوه کلې کې واده شوې وه. علي پور د پنجاب په ختیځ برخه کې د ملتان ښار سویل ته په ۶۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د پولیسو نوموړي چارواکي ویلي دي چې دغه ښځه له خپل واده څخه خوشحاله نه وه او غوښتل یې چې د خپل مور او پلار کور ته بیرته ولاړه شي. د تاجک په خبره دغې ښځې تیره اوونۍ له خپل مین څخه زهري مواد تر لاسه کړي او د خپل خاوند له پاره یې په شیدو کې ګډ کړي وو، خو خاوند یې دغه شیدې نه وې څښلې.

خو د ناوې خواښې بیا وروسته له دغو شیدو څخه ماسته او بیا شړومبې کړې او د کورنې ۲۷ غړو يې څښلي دي. دغه کسان د شړومبلو تر څښلو وروسته بې هوښه شوي او په روغتون کې بستر شوي دي. زیاته شوې ده چې ۱۷ تنه مړه شوي او نور لس تنه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

په مظفر ګړهـ، کې قاضي ته تر حاضریدو دمخه دغې میرمنې خبریالانو ته ویلي دي چې د خپلې خوښې خلاف سړي ته د واده کیدو له کبله د مور او پلار پریکړې په غوسه کړې وه: «ما په تکراري ډول له خپل مور او پلا څخه وغوښتل چې زما د خوښې خلاف مې واده نه کړي. زما دین، اسلام هم ماته اجازه راکوي چې د خپلې خوښې کس ته واده شم. خو هغوی زما ټول خواستونه رد کړل او یوه خپلوان ته یې واده کړم.»

دغې میرمن دا هم ویلي دي چې خپل مور او پلار ته یې خبرداری ورکړی وو چې له واده څخه د خلاصیدو له پاره تر خپل وروستي حده تلی شي. خو په خبره یې مور او پلار یې له خپل خاوند څخه د طلاق اخیستو اجازه هم نه ورکوله.

دغې ناوط ویلي دي چې مین یې هغې ته زهري مواد ورکړي، چې هغه بیا د خپل خاوند په شیدو کې ګډ کړل، خو خاوند یې و نه څښل. دغې ناوې د کسانو د مړینې په هکله پيښماني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هدف یې یوازې خپل خاوند وو.

سهیل حبیب تاجک، ویلی دي چې پولیس هڅه کوي ټول هغه کسان معلوم کړي او وینیسي چې د دغه میرمنې له لوري د خپل خاوند د قتلولو د توطیې په هکله خبر وو. د تاجک په خبره د ښځې مین هم هغې ته د زهرجنو موادو پر رسولو اعتراف کړی دی.