1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې کابو اووه میلیونه انسانان په نشو اخته دي

عصمت جبین/ب.ص.۱۳۹۵ تیر ۷, دوشنبه

په پاکستان کې په نشو د روږدو کسانو شمیر اووه میلیونه دی او هر کال کابو دوه لکه معتادین خپل ژوند له لاسه ورکوي. له نشه يي توکو سره د مبارزه ادارې په روان کال کې له ۸۰۰ میلیونه ډالرو څخه د زیات ارزښت نشه توکي ضبط کړي.

https://p.dw.com/p/1JEEv
Pakistan Drogenmissbrauch
انځور: DW/I. Jabeen

د پاکستان مجموعي نفوس او په دې کې په نشه يي توکو د اخته کسانو د شمیر تناسب ته په کتو سره د کارپوهانو په آند تر اوسه چې حکومت په دې برخه کې کومې هلې ځلې کړي، هغه ناکافي ثابتې شوي او دغه هلې ځلې باید لا پسې پراخه کړل شي.

په پاکستان کې مرکزي حکومت او صوبې په نشو د روږدي کسانو د شمیرو د راټولو له پاره کومه سروې یا څيړنه نه کوي. خو په دې ترڅ کې د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو اداره چې UNODC یې مخفف دی، یوه ډاډمنه سرچینه بلل کیږي. دا اداره په نړیواله کچه د نشه یي توکو د استعمال او تجارت په اړه معلومات راټولوي. د UNODC د تازه معلوماتو پر اساس په پاکستان کې د نشه يي توکو او د نشه يي درملو په غیر قانوني توګه د کارونکو شمیر تقریباً ۶۷ سوه زره دی چې زیاتره یې د ۲۵ او ۳۹ ترمنځ عمر لرونکي دي. دویم ستر ګروپ بیا د ۱۵ نه تر ۲۴ کاله عمر جوړوي. په دې کابو اووه میلیونه انسانانو کې څلور میلیون او دوه سوه زره هغه دي چې په بشپړه توګه معتاد دي.

د «فارین پالیسي» په نامه یوه مشهور امریکايي ژورنال په ټوله نړۍ کې د نشه توکو د استعمال په خپل ځانګړي رپوټ کې ویلي چې په پاکستان کې هر کال تقریباً ۲۵۰ زره انسانان د نشه توکو د کارولو له کبله مړي.

Pakistan Drogenmissbrauch
په پاکستان کې هر کال ۲۵۰ زره انسانان د نشو له کبله مريانځور: DW/I. Jabeen

له درهګرۍ هم لویه ستونزه

په پاکستان کې په تیرو لسو کالو کې د ترهګرۍ په نتیجه کې تقریباً ۶۰ زره انسانان وژل شوي دي خو له دې څلور چنده زیات مړینې هر کال د نشه یي توکو له امله رامنځته کیږي.

د پاکستان د نشه یې توکو سره د مبارزې د ادارې (Anti- Narcotics Force) یوه ویاند سمیع خان، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په پاکستان کې په نشو اخته کسان د پوډرو او شرابو استعمال ډیر زیات کوي. سربیره پر دې د چرسو نشه هم ډيره زیاته ده.»

نوموړي زیاته کړه: «په اسلام آباد، کراچي او کويټه ښارونو کې زموږ ډيرې داسې د درملنې او د روږدو کسانو عادي ژوند ته راګرځولو مرکزونه فعال دي چې درملنه پکښې وړیا ده. سربیره پر دې دا اداره په ښوونځيو او کالجونو کې هم د عامه پوهاوي په موخه بیلا بیل ورکشاپونه او سیمنارونه پر لاره اچوي.»

د نشه یي توکو کاروبار

د پاکستان د مخدره مواد سره د مبارزې ادارې د ویاند په حواله یوازې د روان کال په ترڅ کې د نشه يي توکو تقریباً ۸۵۰ کاروباریان نیول شي چې ۹ یې خارجي وګړي ول. سربیره پر دې چارواکو په ټولیزه توګه په زرونو ټنه پوډر، چرس، کوکاین او نور نشه توکي نیولي چې په نړیوال بازار کې یې مالي ارزښت تقریباً ۸۰۰ ملیون ډالر دی. دغه ټوله مواد بیا د امنیتي چارواکو په حضور کې سوځول شوي دي.

سیمع خان دویچه ویله ته وویل: «د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په مخدره موادو د اخته کسانو شمیر ډير په چټکې سره لوړ شوی. د مخدره موادو د قاچاق یوه مهمه لاره له بلوچستان څخه تیریږي.»

«نړۍ دې له مخدره توکو سره په مبارزې کې مرسته وکړي»

په نشې د اخته کیدو علتونه

په پلازمینه اسلام آباد کې د «الفلاح» په نامه په نشه يی توکو د روږدو سره د مرستې د یوه مرکز مشر ډاکتر عبدالحی وویل چې د دوی مرکز ته د مراجعه کوونکو شمیر ورځ تر بلې زیاتیږي. ده زیاته کړه: «مرکز ته د راتلونکو کسانو عمرونه د ۱۸ او ۲۵ کالو ترمنځ وي چې زیاتره یې د شتمنو کورنیو سره تړاو لري. والدین اولادونو ته د وخت ورکولو پر ځای د دوی جیبونه له پیسو ډکوي. سربیره پر دې بې وزلي، ترهګري، بې عدالتي او د هیواد عمومي وضعه د مخدره موادو په استعمال کې د زیاتوالي لوی علتونه دي.»

ډاکتر عبدالحی وویل چې ځوانان تجسس لري او د همدې تجسس له کبله د نشه يي توکو کارونه کوي او بیا وروسته پرې روږدي شي. ده زیاته کړه چې د یوه معتاد تن په درملنه د میاشتې تقریباً ۲۵ زره پاکستاني روپۍ مصرف راځي او تقریباً د دریو تر څلورو میاشتو وخت پرې لګیږي.

په پاکستان کې د لویانو ترڅنګ ماشومان هم له نشه يي توکو څخه په امان کې نه دي. د راول پنډۍ په فیض آباد سیمه کې یوې سوالګرې سکینې قاسم، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې خاوند یې له څو کلونو راهیسې مخدره توکي استعمالوي. دغې میرمنې زیاته کړه چې میړه یې هره ورځ خپل کوچني زوي ته لږ اپین ورکوي چې له امله یې هغه ټوله ورځ ویده وي.

سکینې وویل، دا چې د ښار په کومه وروسته پاتې سیمه کې اوسي، هلته ټول خپلو ماشومانو ته اپین ورکوي. په دې توګه مور و پلار د دغه ویدو ماشونو له لارې د خلکو توجه ځان ته جلبوي او ټوله ورځ له خلکو څخه پیسې ټولوي.