1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې له طالبانو سره بې نتیجې خبرې

۱۳۹۶ دی ۲۸, پنجشنبه

د نړیوالو خبري آژانسونو د یوه رپوټ له مخې په پاکستان کې له طالبانو سره څو ورځنۍ خبرې بې نتیجې پاتې شوي دي. ویل کیږي چې هغوی غواړي یوازې له امریکا متحده ایالاتو سره وغږیږي، نه له افغان حکومت سره.

https://p.dw.com/p/2r6iv
Katar Büro der Taliban in Doha
انځور: AFP/Getty Images

له څو ورځو راهیسي نړیوالو خبري آژانسونو رپوټونه ورکول چې گواکې په پاکستان کې د افغان طالبانو استازي په خبرو اترو بوخت دي. خو د آلمان د خبري آژانس د یوه وروستي رپوت له مخې چې له اسلام آباد څخه یې ورکړی، داسی ښکاري چې له طالبانو سره خبرې اترې بې نتیجې پاتې شوې وي.

نوموړي خبري آژانس د امنیتي سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې په پاکستان کې له طالبانو سره د دغو لیدنو کتنو هدف دا وو چې پر پاکستان باندې د امریکا متحده ایالاتو د سخت فشار له امله، هغوی قانع کړای شي څو له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کښیني.

دغو سرچینو د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې هغوی یعنی طالبان پر خپلې یوې پخوانۍ غوښتنې ټینگار کوي چې یوازې له امریکا متحده ایالاتو سره خبرو اترو ته چمتو دي، نه د افغانستان له حکومت سره. سره له دې هم ویل شوي دي چې د مارچ د میاشتې له پاره یو بله لیدنه کتنه پلان شوې ده.

داسی ویل شوي دي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر یو پلاوی د دوشنبې په ورځ  د پاکستان پلازمینی اسلام اباد ته رسیدلی وو او د چهارشنبې په ورځ بیرته ستون شوی دی. سره له دې هم د طالبانو یو ویاند چې رسنیو ته خپل ځان د «ذبیح الله مجاهد» په نامه معرفي کوي، وايي چې اصلا داسی یوه لیدنه کتنه تر سره شوی نه ده.

پاکستاني سرچینو ډير زیات د هغه فشار په هکله  معلومات ورکړي چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا پر پاکستان راوستل شوی دی. متحده ایالات له اونیو راهیسي پر پاکستان تور لگوي چې له طالبانو او له هغوی سره تړل شوې حقاني شبکې څخه ملاتړ کوي او په پاکستان کې یې ورته خوندي ځای ورکړی څو په افغانستان کې بې ثباتۍ ته لمن وهي.

ویل شوي دي چې امریکا متحده ایالاتود نورو معلوماتو سره بیره د هغو ۵۰ طالبانو او د حقاني د شبکې د کسانو د پاسپورتونو جزئیات ورکړي دي چې د پاکستاني پاسپورتونو سره یې بهر ته سفرونه کړي دي. امریکا د هغو د بندیانولو غوښتنه کړې ده. دې ته ورته لیستونه له دې مخکې هم پاکستان ته ورکړل شوي دي.

په پاکستان کې د امریکايي بې پیلوته الوتکو د بریدونو زیاتیدو ته په کتو سره چې د هغو په مرسته  متحده ایالات غواړي په خپل لاس طالبان شنډ کړي، د پاکستان امینتی کړی اندیښنه لري چې ښايی متحده ایالت پر دی بسیا ونه کړي، بلکه د سترو عملیاتو له پاره د سرحدي سیموله لارې پاکستان ته خپل سرتیري واستوي.

په پاکستان کې د طالبانو د وروستۍ لیدنې کتنې په هکله نه د پاکستان حکومت او نه هم افغان حکومت کومه تبصره کړې ده.

ډي پي اې