1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په پاکستان کې دوه چینايان تښتول شوي

۱۳۹۶ خرداد ۳, چهارشنبه

د پولیسو په وینا د چهارشنبې په ماسپښین د بلوچستان په مرکز کویټه ښار کې دوه چینايان تښتول شوي دي. د پولیسو په وینا په دې هکله پلټنې رواني دي.

https://p.dw.com/p/2dWmC
Karte Pakistan Baluchistan ENG

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه پيښه د سیمې پر وخت د ماسپښین په ۱:۲۵ دقیقو رامنځ ته شوې ده.

د کویټه د پولیسو یو افسر عزت الله، نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې نامعلومو کسانو دوه بهرنیان چې پټیل روډ، کې له خپل کور څخه د راوتلو په حال کې وو د ټوپک په زور په موټر کې کښینولي او تښتولي دي. د هغه په خبره یوه بله چینایي ښځه له تښتونکو څخه په تیښته بریالۍ شوې ده. زیاته شوې ده چې پولیس او نیمه سرحدي ملیشې سیمه پلټي.

د فرانسې خبري آژانس د پولیسو د یوه بل جگپوړي چارواکي اعتزاز گوریا، له قوله لیکلي دي: «هغوی د درې نامعلومه وسله والو کسانو له لوري په موټر کې چې نمبر پلیټ یې نه درلود په زوره کښینول شوي دي.»

د محمد ظاهر په نوم یوه لاروي چې د دغو بهرنیانو د تښتولو د مخنیوي هڅه یې کوله د برمته نیونکو له لوري په ډزو ویشتل شوی دی. دغه کس د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې درې کسان یې ولیدل چې یوه چینایی میرمن یې په زوره موټر ته پورته کوله خو هغې مقاومت کاوه او چېغې یې وهلې.

دغه کس ویلي دي چې دی ودرید تر څو وضعیت وڅاري، خو هغوی دغه میرمن په موټر کې کښینوله. د محمد ظاهر په خبره دی دغو خلکو ته ورغی او ورته یې وویل چې څه کوئ، نو یوه کس ورته وویل «چې دوی د پولیسو د جنایي څانگې مامورين دي او د تحقیق له پاره یې بیایي.» د ظاهر په خبره دغو خلکو ته مې ویل چې داسې ناوړه چلن باید و نه کړي. تر دې وروسته موټروان راکښته شو او دی یې پر پښه وویشت.

د چین دولتي رسنۍ د دغو دوو کسانو تښتول تائید کړي دي او په اسلام آباد کې د چین مرستیال سفیر ویلي دي چې د تښتول شوو کسانو د آزادیدو له پاره خپلې هڅې کوي. ویل شوي دي چې دغو بهرنیانو د ژبې په یوه کورس کې اردو ژبه زده کوله.

بلوچستان ایالت له ایران او افغانستان سره پوله لري چې د پاکستان یو له بې وزلو او وروسته پاتې ایالت څخه گڼل کیږي چې په نسبي توگه نا آرامه دی.

گوادر بندر هم په بلوچستان ایالت کې دی چې د پيکینگ له خوا د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز د شا او خوا ۶۰ میلیارده ډالرو د پلان برخه ده او اټکل کیږي چې د نړۍ نورو برخو ته به د مالونو رسولو تر ټولو نزدې لاره وي.

همدا د روانې میلادي میاشتي په سر کې یوه ځانمرگې برید چې تندلاري ډلې داعش یې مسوولیت پر غاړه واخیست د پاکستان یو جگپوړی سیاستوال په نخښه کړ. په دغه برید کې ۲۵ تنه ووژل شول او تر ۵۰ زیات ټپیان شول. تر هغه یوه ورځ وروسته وسله والو کسانو نهمه مزدور کاران گوادر بندر ته څیرمه د سړک پر سر ووژل.

(SR/Dpa, AFP)