1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د افغان مهاجرو د اوسیدو نیټې د غځیدو سپارښتنه

۱۳۹۶ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزارت د چهارشنبې په ورځ سپارښتنه وکړه چې د افغان مهاجرو د پاتې کیدو نیټه دې پنځه میاشتې نوره هم وغځول شي. پاکستاني کابینه ښایي په راتلونکي اوونۍ کې په دې اړه پریکړه وکړي.

https://p.dw.com/p/2rqsQ
Pakistan Afghanische Flüchtlinge in Islamabad
انځور: DW/A. Saleem

پاکستان د شا او خوا ۲،۵ میلیونه مهاجرو کوربه دی. زیاتره دغه مهاجر په ۱۹۷۹م کال کې د پخواني شوروي اتحاد له یرغل څخه په دغه هیواد کې اوسیږي.

خو په وروسیتو کلونو کې د پاکستان او افغانستان اړیکي ترینګلې دي او په تیره اوونۍ کې په کابل کې د طالبانو د خونړیو بریدونو وروسته دغه اړیکې لاپسې خړې پړې شوي دي. افغانستان او متحده ایالات پر پاکستان یاغیانو ته د پټنځایونو ورکولو تور پورې کوي خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي.

د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ ترینګلې اړیکې د دې سبب شوې وې چې پاکستان، افغانستان ته د افغان کډوالو د بیرته استولو پیل وکړي. ځکه چې د جنورۍ په لومړۍ نیټه د پاکستان کابینې پریکړه کړې وه چې د یوې میاشتې په موده کې دې افغان مهاجر خپل هیواد ته د ستنیدو تابیا ونیسي.

خو د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وزارت (سفران) ویاند د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې دوی پریکړه کړې ده چې د افغان مهاجرو د پاتې کیدو نیټه دې د پنځو نورو میاشتو له پاره وغځول شي.

د نوموړي وزارت ویاند اقدس شوکت، د رویترز خبري آژانس دي ویلي دي: «د مودې د غځولو موخه دا ده چې په انساني لحاظ دا نا ممکنه ده چې په یوه ځل تر یوه میلیون زیاتو کسانو څخه د وتلو غوښتنه وشي.»

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې «زموږ تفاهم دا دی چې مهاجرو ته نور پنځه میاشتې وخت ورکړل شي چې د تدریجي وتلو له پاره کافي وخت دی.»

د هغه په خبره د پاکستاني حکومت کابینه به د دوی پر سپارښتنه په راتلونکي اوونۍ کې پریکړه وکړي.

پاکستان شکایت کوي چې ډیر شمیر مهاجر د دوی پر اوږو بار دی او وایي چې زیاتره یاغیان هم د هغوی په منځ کې ځان پټوي. خو بشري مرستندویه ادارې وایي چې افغانستان اوس مهال په دومره لوی شمیر کې د راستنیدونکو مهاجرو له عهدې نه شي وتلی.

افغانستان اوس مهال په تیرو کلونو کې د راستنو شوو کډوالو او د جګړو له کبله د هیواد دننه له بې ځایه شوو کسانو سره د مرستې په هڅه کې دی.

ملګرو ملتونو په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې په ۲۰۱۷م کال کې جګړو د افغانستان په دننه کې ۳۶۰ زره خلک د خپلو کورونو پریښوولو ته اړ کړي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر ویلي دي چې یوازې په تیره اوونۍ کې ۱۷۰۰۰ خلک د خپلو کورونو پریښولو ته اړ شوي دي.

د کابل په اطرافو کې له پاکستان څخه تللي او د هیواد دننه بې ځايه شوي کډوال په یوه کمپ کې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي او د مرستو په تمه دي. د شازیه په نوم یوه میرمن چې درې کال تر مخه بیرته خپل هیواد ته راستانه شوې ده له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ له پاکستان څخه راستانه شو، خو دلته هیڅ هم نه لرو. د ځان د ګرم ساتلو له پاره زموږ ماشومان پلاستیکونه او کاغذونه راټولوي.»

افغانستان د کډوالو او بيرته ستنيدونکو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد میاخیل، د دوشنبې په ورځ له دویچه ویله سره په یوه مرکې ویلي وو چې په دغه هیواد کې د مهاجرو د مودې د غځولو له پاره مذاکرات روان دي. د هغه په خبره په عین وخت کې دوی پر یوه عملیاتي پلان باندې کار کړې چې افغانستان ته د راستنیدونکو کډوالو غوښتنې پکښې په پام کې ونیول شي، چې په هغې کې بشري خدمات او د دوی د سرپنا مشکلات شامل دي.