په پاکستان کې د مدرسې ۱۰۴ افغان زده کوونکي نیول شوي
۱۳۹۵ شهریور ۸, دوشنبهدغه کسان د شنبې په ورځ نیول شوي دي او د ۱۴ او ۱۸ کلونو تر منځ عمرونه لري. نیول شویو کسانو په پاکستان کې د پاتېدو او زده کړو له پاره اړین قانوني اسناد نه لرل. د پولیسو یوه لوړ پوړی چارواکي ندیم حسیني، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې نیول شوي کسان به افغانستان ته واستول شي.
دغه چارواکي زیاته کړې ده: «موږ دغه مدرسه هم تړلې ده، ځکه د ثبت هیڅ اسناد یې نه لرل.» د بلوچستان ايالت د کورنیو چارو وزیر اکبر هاريفال، هم د دغې مدرسې تړل کیدل او د افغانانو نیونه منلې ده.
په ۲۰۱۴م کال کې پر یو ښوونځي باندې تر برید وروسته پاکستان ژمنه وکړه چې په دې هیواد کې به پر فعالو ۱۳۰۰۰ مدرسو باندې له نزدې څارنه وکړي.
ځيني پاکستانیان اندېښنه لري چې په دغو مدرسو کې طالبانو یا زده کوونکو ته په ځینې مواردو کې افراطیت ښوول کیږي. له بلې خوا داسې باور هم شته چې په افغانستان او پاکستان کې ډیری ترسره کیدونکي بریدونه هم له همدو مدرسو څخه پلانیږي.
لا تر اوسه پورې نه دي ویل شوي چې د شنبې په ورځ تړل شوې مدرسې له یاغیانو سره اړیکه لرله.
په پاکستان کې اوس مهال له ۱،۵ میلیونو څخه ډیر ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي خو په دې هیواد کې د نه ثبت شویو افغان کډوالو شمیر بیا تر دې هم لوړ دی.