1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د سیلابونو د قربانیانو شمیر لوړ شو

آژانسونه/ س.ر.۱۳۹۵ تیر ۱۴, دوشنبه

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د سیلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمیر اوس ۴۳ تنو ته لوړی شوی دي. زیاتره مرگ ژوبله د افغانستان کونړ ولایت ته څیرمه د چترال په یوې سیمې کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/1JIX4
Peschawar Schwere Regenfälle in Pakistan
انځور له اریشف څخهانځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

د ورکړل شویو رپوټونو له مخې د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د شنبې په شپه سخت اورښتونه رامنځ ته شوي چې بیا وروسته د سیلابونو د راتلو سبب شول.

زیاتره اغیزمنه شوې سیمه د افغانستان پولې ته څیرمه د چترال اورسون، کلی دی. د دغه ځای یوه جگپوړي چارواکي مغفرت شاه، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې په دغه سیمه کې سل کورنۍ اوسیږي او د تیر ورځې سیلاب یې ۴۱ تنه وژلي دي.

د ژغورنې چارو د ایالتي ادارې د بیانیې له مخې په دغه کلي کې ۸۲ کورونه د سیلاب له کبله اغیزمن شوي دي او د یوه جومات په شمول ځینې کورونه سیلاب له ځانه سره لاهو کړي دي.

له طبیعي آفاتو سره د مبارزې ایالتي ادارې ویاند لطیف الرحمان ویلي: «د وژل شویو کسانو له ډلې څخه شپاړلس تنه په جومات کې پر لمانځه ولاړ ول چې اوبو له ځانه سره لاهو کړل.»

د عثمان وړایچ په نوم یوه تن ځايي چارواکي بیا ویلي دي چې د قربانیانو په ډله کې لږ تر لږه اته تنه عسکر ول او نور اته جسدونه اوبو له ځانه سره افغانستان ته وړې دي.

د لطیف الرحمان په خبره د پاکستان د پوځ په مشرۍ د ژغورنې او مرستې رسولو چارې پیل شوي او اغیزمن شویو کسانو ته د رسیدو او هغوی ته د خوړو او دارو درملو د رسولو له پاره له څرخي الوتکو څخه کار اخیستل کیږي.

په اورسون کې د فرانس پرس خبري آژانس یوه خبریال ویلي دي، هغه کسان چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي تر شنه آسمان لاندې د خپلو ویجاړو شویو کورونو تر څنگ د مرستو په انتظار کې دي.

د رپوټ له مخې دغه ځای ته څیرمه سیمو ته د سیلاب د راتلو خبرداری ورکړی شوی وو خو د اورسون سیمې اوسیدونکي بیا له دې ناورین څخه وو خبر کړل شوي.

د لطف الرحمان په خبره په یوه بله پیښه کې د خیبر پښتونخوا ایالت په تربیله ډیم، کې د یوه چت د رالویدو له کبله دوه چینایي انجینران او نور پنځه تنه وژل شوي دي.

د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف، د دفتر له لوري په یوې بیانیه کې پر دغو پیښو ژوره خواشیني ښوول شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب