په پاکستان کې د زلزلې له کبله د تلفاتو کچه لوړه شوه
۱۳۹۵ فروردین ۲۳, دوشنبهاعلان
د خیبر پښتونخوا د طبیعي افاتو پر ضد مبارزې ادارې ویلي دي چې د دغې زلزلې له کبله پنځه تنه ټپیان شوي. زیاته شوې ده چې زلزلې همداراز ۲۰ کورونه ویجاړ کړي دي.
په پاکستان کې د یکشنبې په ورځ د ریشتر په مقياس د ۷،۱ درجو زلزله وشوه چې د خیبر پښتونخوا سیمې یې ولړزولې. په لومړیو خبرونو کې راغلي وو چې د زلزلې له کبله یوازې یو تن وژل شوی دی.
د زلزلې مرکز د افغانستان او پاکستان تر منځ پرتو سیمو کې وو. د آلمان څیړنیز GFZ سازمان د دغې زلزلې شدت ۶،۵ درجې ښوولې دی. دا له اکتوبر میاشتې راهیسې تر ټولو پیاوړې زلزله وه. په ياده میاشت کې په پاکستان کې یوې پیاوړې زلزلې ۲۸۰ کسان وژلي او په زرونو کورونه یې ویجاړ کړی وو.