پاکستان: د راجستر شوو افغان مهاجرو د پاتېدو نیټه وغځول شوه
۱۳۹۵ بهمن ۱۹, سهشنبهد اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د اطلاعاتو وزیري مریم اورنگزیب، ویلي دي چې تر ډسمبر میاشتي پوري د راجستر شوو افغانانو د پاتېدو په هکله پریکړه د کابینې په غونډه کې شوې ده. تر دې دمخه په رسمي توگه دغه نیټه د روان کال د مارچ میاشتې تر وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه.
خو پاکستان په دې هکله څه نه دي ویلي چې د دغې نیټې تر ختمیدو وروسته څه پلان لري. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې شا او خوا یو میلیون غیر راجستر شوي افغان مهاجر هم ژوند کوي.
د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې زیاتره دغه مهاجر په اتیایمه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د جگړې له کبله او همداشان په نویمه لسیزه کې د کورنۍ جگړې پرمهال له خپلو ټاټوبو پاکستان ته کډه شوي دي.
مریم اورنگزیب دا هم ویلي دي چې کابینې یو شمیر نور اقدامات هم معرفي کړي دي چې پکښې د ویزې نوې تگلاره هم شامله ده، څو پر پوله د افغانانو تگ راتگ کنترول کړل شي.
نور مطالب: