په پاکستان کې اختر او د بهاولپور غمیزه
۱۳۹۶ تیر ۵, دوشنبهد پاکستان په زیاترو سیمو کې د دوشنبې په ورځ د اختر جشن لمانځل کیږي. د وضعیت په پام کې نیولو سره په ځینو ځایونو کې د اختر د لمانځه له پاره سخت امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي وو. د بلوچستان او پنجاب ایالتونو پر حکومتونو سربیره د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه، د مراسمو د محدودولو غوښتنه کړې وه.
په دې ترڅ کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف بریتانیا ته خپل سفر رالنډ کړ او د دوشنبې په سهار بیرته پاکستان ته وروگرځید. تیره ورځ په بهاولپور کې د تیلو د یوه ټانکر د سوځیدو په پیښه کې تر ۱۵۰ زیات کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغې سیمې ته د نواز شریف د رسیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی.
که څه هم په پاکستان کې خلک اختر لمانځي خو د تیرې اوونۍ بریدونو او د بهاولپور پیښې، اختر تر خپل سیورې لاندې راوستی دی. د بهاولپور د پیښې د قربانیانو شمیر اوس ۱۵۳ تنو ته لوړ شوی دی. د دوشنبې په سهار هم د بهاولپور د روغتونونو د باندې د ټپیانو او د هغوی د خپلوانو اوږده کتارونه موجود وو.
په دغه پیښه کې تر ۱۱۸ زیات کسان ټپیان شوي هم دي. دغه پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې خلکو د یوه چپه شوي ټانکر څخه تیل ایستل او تیلو اور واخیست.