1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي مذهبي لږه کي تر فشار لاندي دي

۱۳۹۱ فروردین ۹, چهارشنبه

په پاکستان کې د عیسویانو او هندوانو استازي وایي چې په دې وروستیو کي، اسلامي افراطيانو ددوی لوڼي په زور او جبر سره د اسلام منلو ته مجبوروي.

https://p.dw.com/p/14TCD
انځور: picture alliance/dpa

په پاکستان کي د بشري حقونو فعالان وايي چي په دې وروستيو کي يوازي د پاکستان په سند ايالت کي ۵۱ تنې نجوني په زوره مسلماني شوي دي، چي د هغو له ډلي څخه يوه هم هندو رنکل کوماري ده.

د سهار شاوخوا څلور بجې وې چي هندو رنکل کوماري د پاکستان په سند ايالت کي له خپله کوره لادرکه شوه. کله چې د هغې مور او پلار له خوبه راپاڅېدل د کوماري څپلۍ او پوړنی ئې د کور مخ ته پیدا کړل.

لږ وروسته د کوماري پلار ته د تليفون زنگ راغئ او ورته وویل سول چي لور ئې مسلمانه شوې ده او له یوه مسلمان سره ئې واده کړی دئ.

تر دې پيښي څو وروځي وروسته سیما بي بي، چې عیسوۍ ده په پنجاب ايالت کي له خپلو څلورو ماشومانو سره له هغه وروسته یرغمل ونیوله شوه چي مېړه ئې و نه توانید د یوه زمیندار پور ورکړي. د څو ساعتونو په ترځ کي هغه ته هم وویل شول چې ښځه ئې مسلمانه شوې ده او بیرته کور ته نه ورځي. خو سیما بي بي په تېښته بریالۍ شوه او اوس له خپلو ماشومانو او خاوند سره په یوه نامعلومه ځای کي ژوند کوي.

د کوماري وکیل امرلال، وایي چې دا د پاکستان د مذهبي اقلیتونو پر وړاندي یوه توطئه ده چي د پاکستان مذهبي اقلیتونه د دغه هیواد پریښودلو ته اړ شي: «د اقلیتونو په توگه موږ هره ورځ د لا ډیر خطر احساس کوو.»

اوس د کوماري کورنۍ د پاکستان ستري محکمې ته تللې ده چي خپله لور بیرته کور ته راولي خو په دې قضیه کي یوه مسلمانه کورنۍ هم محکمې ته راغلې ده او وایي چي کماري په خپله خوښه مسلمانه شوې ده. د دې کورنۍ په حواله کماري او د هغوی زوی تر دې مخکي د فیسبوک له لاري یو بل سره پیژندل.

د پاکستان ستري محکمې د دوشنبې په ورځ پریکړه وکړه چي کوماري باید د ښځو د ساتلو یوه ځای ته ولیږدول شي. د محکمې د حکم پر اساس به کماري ترهغه وخته پوري په دې ځای کي ژوند کوي چي محکمه د هغې په حق کي نوی حکم وکړي.

په همدې حال کې ایمانیول یوسف چې یو پاکستانۍ کشیش دئ وایي چي په پاکستان کي پر مذهبي اقلیتونو شرایط ډیر سخت شوي دي. هغه زیاتوي چې ډیر وخت د هندي او عیسوي کورنیو لوڼي تښتول کیږي او بیا په جبرمسلماناني کیږي. د هغه په خبره ډیر وخت اسلامپاله افراطیان په پاکستان کي د مذهبي اقلیتونو د ربړولو له پاره پلمې لټوي.

د پاکستان د۱۸۰ میلیونه نفوس، پنځه سلنه مذهبي اقلیتونه دي چې پکښي هندواڼ اوعیسویان هم شامل دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل