1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي غیر قانوني افغان مهاجرو ته ضرب الاجل

فريدالله خان/ب.ص۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۸, سه‌شنبه

د خیبر پښتونخوا حکومت د غیر قانوني افغان مهاجرو په اړه معلوماتو د راټولو پروسه کړندۍ کړې ده. په لومړي پړاو کې د پیښور په پوځي سیمو او ښار کې په سوداګرۍ د بوختو افغانانو په هلکه د معلوماتو په راټولو پیل شوی دی.

https://p.dw.com/p/1Iox9
انځور: Reuters/F. Aziz

د پیښور پولیسو یوه مشر عباس مجید مروت په پیښور کې د افغان مهاجرو د معلوماتو د راټولو د دې کمپاین په اړه وویل: «په دې ترڅ کې مو تراوسه په پیښور کې ۱۲۰۰ افغان مهاجر نیولي دي. دغه کسان به د پاکستان له قوانینو سره سم له دې ځای وشړل شي.» ده زیاته کړه چې د افغان مهاجرو په اړه د معلوماتو راټولو او د دوی د شړلو لړۍ به دوام ومومي.

د پاکستان حکومت پریکړه کړې ده چې د افغان مهاجرو د پاتېدو موده به نوره ونه غځول شي. د افغان حکومت او نړیوالو سازمانونو په غوښتنه د پاکستان حکومت تر اوسه څلور واري د افغان مهاجرو د ستنیدو موده غځولې وه، خو دا ځل د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو له خوا د دوی د ایستلو له پاره د فشار له امله د دغه مودې د نه غځولو پریکړه کړې ده.

د کورنیو او قبایلي چارو د ایالتي ادارې د شمیرو په حواله د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو برخو کې تر ۵۰۰ زره زیات غیر قانوني کډوال میشت دي چې زیاتره یې په بیلا بیلو روزګارونو بوخت دي.

شتمن مهاجر

دغي ادارې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د میشتو افغان مهاجرو په اړه د معلوماتو په راټولو پيل کړی دی. د ادارې په حواله په دې ایالت کې ۲۲ داسي افغان سوداګر میشت دي چې د ميلیونو روپو تجارتونه یې روان دي. د دوی زیاتره د پیښور ښار په بېلا بېلو سیمو کې میشت دي.

افغان کډوال د پیښور په بازارونو کې د ټوکرانو او برقي سامان آلاتو د تجارت، ترانسپورت، صرافۍ، غالۍ اودلو او هوټلونو په کاروبار بوخت دي.

په پاکستان کي افغان مهاجر
انځور: Reuters/F. Aziz

د پیښور ښار د ستر تجارتي مرکز شفیع مارکیټ، د تجارانو ټولني مشر ناصر ارشاد، دویچه ویله ته وویل: «د ټوکرانو ۷۰ سلنه تجارت د افغان سوداګرو په لاس کې دی. د دوی زیاتره دلته په غیر قانوني توګه میشت دي. خو د پاکستاني مامورینو په مرسته یې شناخته کارتونه ترلاسه کړي او نه نیول کیږي.»

د نوموړې په خبره که چیري پوځ او د پاکستان د نوم ثبتولو اداره «نادرا» په کډه سره کار وکړي نو په غیر قانوني توګه د میشتو افغان مهاجرو په برخه کې یو څه لاسته راوړنه درلودلای شي. ده زیاته کړه چې ځيني افغانان خو حتی دلته په ټاکنو کې برخه اخلي او په دولتي ادارو کې په دندو بوخت دي.

زیاتره هغه افغانان چې په پیښور کې په کاروبار او تجارت بوخت دي، دلته یې شخصي کورونه او جایدادونه رانیولي دي. د کورنیو او قبایلي چارو صوبايي ادارې د معلوماتو پر اساس په خیبر پښتونخوا کې تقریباً ۲۰۰ زره افغان مهاجر شخصي موټر لري.

له دوی څخه یې ۴۰۰ په تعلیمي او د تخنیکي مهارت د زده کړې په ادارو کې دندې ترسره کوي. همدا راز په دې ایالت کې ۹۰۰۰ افغان ډاکتران دي چې زیاتره یې د پیښور په بورد بازار، فقیر آباد، حیات آباد، کچه ګړهۍ او بشیر آباد کې شخصي کلینکونه لري.

د پيښور د صدر بازار یوه سوداګر دویچه ویله ته وویل: «افغان مهاجر باید اوس خپل هیواد ته ستانه شي ځکه هلته په ډيرو سیمو کې د خیبر پښتونخوا په پرتله امنیت ښه دی»

غیر قانوني کړني

د پیښور د پولیسو په حواله په ټول ایالت کې د تښتوني او باج اخیستني په زیاتره قضیو کې دلته په غیر قانوني توګه میشت افغان کډوال لاس لري.

په پاکستان کي افغان مهاجر
انځور: Reuters/F. Aziz

په غیر قانوني کړنو کې د افغان مهاجرو د ښکلتیا له کبله د پاکستان حکومت افغان مهاجرو ته د ورکړل شوو مهاجر کارتونو مودې د نه غځولو پریکړه کړې ده.

د ایالتي حکومت د لارښوني پر اساس په لومړي پړاو کې په غیر قانوني توګه د میشتو کډوالو پر ضد کار پيل شوی. همدا راز له قبایلي سیمو څخه هم وار په وار غیر قانوني مهاجر ایستل کیږي.

د افغانستان سرحد ته څيرمه په قبایلي سیمه خیبر ایجنسۍ کې میشتو افغان مهاجرو ته لومړی د وتلو هدایات ورکړل شوي ول او بیا یې تر ۲۰۰ زیات کورونه ونړول شول.

د خیبر ایجنسۍ پولیټکل ادارې افغان مهاجرو ته د بیرته ستنیدو له پاره د می مياشتي۱۹مه نېټه ضرب الاجل ټاکلی دی. له دې وروسته به د دوی کورونه ونړول شي او دوی به په زور له سیمې څخه وشړل شي.