1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي د CIA د اجير مامور مصوونيت لا نا معلوم دی

۱۳۸۹ اسفند ۲۳, دوشنبه

د لاهورد استناف يوې محکمې د CIA د اجيرمامور په اړه په يوه پريکړه کي ويلي چي، د هغه د ديپلوماتيک خونديتوب په اړه به فيصله جنايي محکمه کوي.

https://p.dw.com/p/R91L
۳۶ کلن ډيوس د جنوري پر ۲۷ د لاهور په ښار کي دوه پاکستانيان وژلي ، چي دی يې د ځان څخه دفاع بولي.
۳۶ کلن ډيوس د جنوري پر ۲۷ د لاهور په ښار کي دوه پاکستانيان وژلي ، چي دی يې د ځان څخه دفاع بولي.انځور: AP

ريمنډ ډيوس، څوک چي، په رڼا ورځ د دوو پاکستاني وګړو په وژنه تورن دی، د راخلاصيدو مسله نوره هم پيچلې شوې ده.

ښايي چي د استناف محکمې تر پريکړي وروسته به د امريکا او پاکستان اړيکي نوري هم ترينګلي سي. په اسلام اباد کي د امريکا سفارت د محکمې د پريکړي پر سر د تبصري څخه ډډه کړې او ويلي يې دي چي، تر څو دوی ته د محکمې فيصله په لاس نه وي ورغلې څه نه شي ويلای.

۳۶ کلن ډيوس د جنوري پر ۲۷ د لاهور په ښار کي دوه پاکستانيان وژلي ، چي دی يي د ځان څخه دفاع بولي، امريکا وايي چي، ډيوس ديپلوماتيک خونديتوب لري او هغه بايد پرته له محکمې را خوشي سي.

خو پاکستان بيا وايي د هغه په اړه فيصله به محکمه کوي. د رارواني چهارشنبي په ورځ جنايي محکمه به دهغه قضيه څيړي. که چيري پرهغه لګيدلي تورونه ثابت سي کيدای شي د مرګ په سزا محکوم شي.

دې قضيي د پاکستان او امريکا اړيکي ډيري خړي پړي کړي دي. پاکستان په افغانستان کي د طالبانو پرضد جګړه کي د امريکا ښه ملګری وو.

په پاکستان کښي لاريون کونکو د ريمنډ ډيوس د محاکمه کولو غوښتنه کړې.
په پاکستان کښي لاريون کونکو د ريمنډ ډيوس د محاکمه کولو غوښتنه کړې.انځور: AP

خو ځني داسي راپورونه هم شته چي وژل شوي دواړه پاکستاني وګړي د ای ايس ای استخباراتي شبکې کارکوونکي ول، او شايد چي ډيوس هم په دې خبره پوهيدی.

خو داسي راپورونه هم سته چي وژل سوي کسان وسله وال غله ول، دا پيښه دCIA او ای ايس ای تر منځ هم د اړيکو د خرابيدولامل سوې، ای ايس ای وايي چي، موږ په پاکستان کښي د ډيوس د کار کولو په اړه نا خبره ساتل سوي وو.

بله خوا داسي اوزې هم دي چي، د وژل سوو کسانود کورنيو سره د جوړ جاړي خبري هم رواني دي، چي هغوی ته د قصاص په بدل کي پيسې ورکړل شي.

يو پاکستانی متقاعد جنرال طلعت مسود وايي چي، دولت ته يوازنۍ او تر ټولو ښه لاره هم داده چي، د وژل شوو کسانو له کورنيو سره خبري وکړي او هغوی په دې قانع کړي.

ځکه قصاص هم په اسلام کي اجازه سته او هم د پاکستان په ځيني سيمو کي د قصاص په بدل کي د پيسو اخيستل رواج لري.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل