1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان د هوا د لا ګرمیدو خبرداری ورکړل شوی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۵, شنبه

په پاکستان کې د روغتیا د برخې چارواکو په کراچۍ ښار کې وروسته له هغې چې د تودوخې درجه ۴۰ ساتني ګرادو ته پورته شوه، د هوا د لا ګرمیدو خبرداری ورکړی. چارواکو روغتونونه ته د بیړني حالت له پاره د چمتوالي هدایت ورکړی.

https://p.dw.com/p/2xDLk
Pakistan Hitzewelle
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د روغتیا د برخي یوه چارواکي نصیر دراني وویل چې روغتونونو، د ماشومانو د پاملرنې مرکزونو او کلینیکونو ته خبرداری ورکړل شوی چې د هوا د ګرمیدو له امله بیړني حالت ته چمتووالی ولري. د ۲۰۱۵م کال کې په جون میاشت کې ګرمې هیوا په کراچۍ ښار کې د شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ژوند واخیست.

دراني زیاته کړه چې له خلکو څخه غوښتل شوي چې په خپلو کورنو کې پاتې شي، د امکان تر حده ډیر مایعات واخلي او د لمر له ګرمو وړانګو ځانونه وساتي.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان په دې ستر ښار کې چې شاوخوا ۲۰ میلیونه نفوس لري، د تودوخې درجه ۴۴ ته لوړه شوې او اټکل کیږي چې هوا به لا پسې ګرمه شي.

د کراچۍ ښار د هوا پیژندنې د ادارې ځايي مشر شاهد عباس، بیا وايي چې د تودوخې تر څنګ بله لویه ستونزه په هوا کې شاوخوا ۸۰ فیصده نمجنتیا ده.

د ۲۰۱۵م کال په جون میاشت کې چې روژه هم وه، ګرمې هوا د ګڼ شمیر کسانو ژوند واخیست. په روان کې کې تر اوسه پورې د تودوخې له امله د کسانو د مړه کیدو رپوټ نه دی ورکول شوی.

پاکستان چې د چین او هندوستان په څیر د سترو صنعتي هیوادونو په منځ کې پروت دی، د اقلیم د بدلون له ګواښ سره لاس او ګریوان دی. د همدا تیرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تودوخې درجه ۵۰ ته لوړه شوه، چې د روان کال په اپریل میاشت کې د ځمکې پر سر ثبت شوې د هوا تر ټولو لوړه درجه وه.