په پاريس کې د موټرو نندارتون
د اکتوبر په لومړۍ نیټه په پاریس کې د موټرو نندارتون خپل کار پیل کړ. په نړۍ کې د موټر جوړونې لوی شرکتونه په دغه نندارتون کې خپل نوی تخنیک نندارې ته وړاندي کوي. د دغه نندارتون د موټرو انځوریز رپوټ دلته کتلای شئ:
د "Ampera-e" رقیب
د آلمان د بایرن ایالت د BMW کمپنې هم د خپل نوي ماډل "i3" سره د آمپيرا په مقابل کې خپل د الکترونيکي بترۍ د واټن وهلو ظرفیت له ۱۹۰ څخه ۳۰۰ کیلو مترو ته لوړ کړی دی.
فولس واګن
د آلمان د فولس واګن کمپنۍ چې مقر یې د آلمان په ولفسورګ ښار کې دی اعلان کړی دی چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې به د دغې کمپنې د الکترونيکي موټرو ۲۰ ماډله بازار ته عرضه کړي.
د پورشه کمپنۍ الکترونیکي موټرې
پيرودونکي کولی شي چې د هیبرید الکترونیکي موټرو فرمایش ورکړي. دغه بې توربو موټرې ۵۵۰ هارس پاوره قدرت لري چې بترۍ یې د ۲۷۸ کیلومتره فاصلي وهلو له پاره کفایت کوي.
د مرسدز بنز الکترونيکي موټرې
د مرسدز بنز کمپنۍ د خپل نوي سمارټ الکټرونيکي ماډل سربیره د پاريس په نندارتون کې یو په بشپړ ډول الکترونیکي موټر چې د ۵۰۰ کیلومتره واټن وهلو ظرفیت لري معرفي کړی دی.
د کوربه هیواد موټر
د پاريس نندارتون د سیتروين له پاره خپل کور دی. دغه فرانسوي کمپنۍ خپل نوي ماډول موټرونه چې د نني عصر د ټولو امکاناتو درلودونکي دي د "CXPerience" تر عنوان لاندي معرفي کوي.
فرانسوي موټرې
د پيژو ۵۰۰۸ ډوله موټر
سکوډا
د سکودا کمپني چې د فولکس واګن د تصدې یوه څانګه شمیرل کیږي هم د صحرا له پاره تیار کړو موټرو سره صحنې را څرګنده شوې.
د سپما قربانیان
د فلکس واګن کمپنۍ باید د سون په موادو کې د مضره ګازو له کبله باید ډیره زیاته جریمه ورکړي او له همدې امله سپما کولو ته اړ شوی ده. بنتلي او لامبورګیني د فولکس واګن لومړني قربانیان دي چې د سپما له وجې په دغه نندارتون کې حضور نه لري.
فراري د لامبورګیني پر ځای
کله چې لامبورګیني نه وي نو ځای یې فراري نیسي، فراري «آپرات» د ۸۰۰ هارس پاوره سره د ټولو مینه والو توجه ځانته راجلبه کړی ده.
ټویوټا
د ټویوټا جاپاني کمپنۍ په پاريس کې د ۲۰۱۶ کال د موټرو په نندارتون کې د "C-HR" یا هیبرید ماډل موټر سره حضور لري.
رنو "Zoe"
رنو د "Zoe" په نوم ماډل سره په دغه نندارتون کې حضور لري. دغه موټر له خپل ۱۴ کیلواټه بترۍ سره د ۴۰۰ کیلومتره واټن وهلو توان لري.
هوندا "Civic"
هوندا "Civic" د لسم ځل له پاره په دغه نندارتون کې حضور پيدا کوي. د دغه نسل نوي موټرې لوې او پراخې دي، خو په عین وخت کې ډیر کم وزن لري.
۲۰ فیصده کم وزن
د آوډي "Q5" ماډل له اساسي تغیراتو سره نندارتون ته راغلی دی. په دې ماډل کې له ډیر پرمختللي تخنیک څخه کار اخیستل شوی او په عین وخت کې ۲۰ سلنه کم وزن لري چې د تیلو پر مصرف ډیر تاثیر کوي.