1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاريس کي ځانمرگی کمربند موندل سوی

۱۳۹۴ آذر ۳, سه‌شنبه

په پاريس کي تر تروريستي يرغلونو لس ورځي وروسته د چاودېدونکو موادو ډک کمربند موندل سوی دئ. د پاريس څارنوال ويلي دي چي کمربند د ښاروالۍ کارگرانو د ښار د پاکۍ پرمهال د کثافاتو په يوه صندق کي موندلی.

https://p.dw.com/p/1HB3H
Frankreich Montrouge mutmaßlicher Bombenfund
انځور: Reuters/E. Gaillard

د پاريس څارنوال د دوشنبې په ماښام له چاودېدونکو موادو ډک کمربند موندل تائيد کړل. د پوليسو د معلوماتو له مخي دغه کمربند د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۲۳مه) تر غرمې وروسته د پاريس په جنوب کي د کثافاتو په يوه ټېله کي موندل سوی دئ.

ويل کيږي چي کمربند پټاکۍ نه لره. خو کمربند داسي جوړ سوی يا سره تړل سوی وو، لکه په پاريس کي د ۷ تنو بريدکوونکي چي د نوامبر مياشتي پر ۱۳ نېټه ئې ځانونه والوزول.

ويل کيږي چي د کمربند د موندلو سيمي ته نژدې وروستۍ وار د صلاح عبدالسلام د تليفون زگنال ښوول سوی وو. عبدالسلام د پاريس د بريدونو يو له طراحانو څخه شمېر کيږي او د هغه يو ورور هم په پاريس کي ځانمرگی بريد کړی.

د کارپوهانو په اند دغه کمبربند عبدالسلام غورځولی، ځکه هغه له کاره وتلی وو. عبدالسلام تر اوسه په تښته بريالی دئ او په ټوله نړۍ کي ئې د موندلو پلټني رواني دي.

په پاريس کي ترهگرو يرغلونو ۱۳۰ انسانان ووژل او تر ۳۵۰ پوري نور پکښې ټپيان سول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب