1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يوې مدرسې باندې په بريد کې اوه ماشومان وژل شوي دي

۱۳۸۶ خرداد ۲۸, دوشنبه

د امريکا په مشري د ايتلافي ځواکونو په هوايي بريد کې د افغانستان په ختيځ کې اوه تنه ماشومان وژل شوي دي. ويل کېږي چې په دغه ځای کې اورپکي پټ شوي وو. په پکتيکا کې د دغه بريد په ترڅ کې د امريکې د نظامي کړيو په وينا اورپکي هم وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/DK9V
امريکايان ادعا کوي چې په مدرسه کې اورپکي پټ شوي وو
امريکايان ادعا کوي چې په مدرسه کې اورپکي پټ شوي ووانځور: AP
امريکايان زياتوي چې داسې کره معلومات يې درلودل چې په دغه مدرسه کې چې څنگ ته يې يو جومات هم شتون لري، د يو ترهگرو سازمان غړي پټ شوي وو. په يوه جلا پېښه کې د امريکا تر مشرۍ لاندې درې تنو عسکرو او د هغوی ژباړونکي ته د سړگ غاړې بم د چاودنې له امله د سر زيان اوښتی دی. په کابل کې هم د يکشنبې په ورځ په يو تروريستي بريد کې 35 تنه مړه شوي وو چې ډېرۍ پوليس وو.