1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يوي قبايلي سيمه کي 50 اورپکي ووژل شول

۱۳۹۰ فروردین ۱۹, جمعه

د حکومتی سرچينو له مخی له پاکستان څخه د امریکا د يو لوړ پوړي پوځي چارواکي له ليدني کتنی او د اسلام آباد په وړاندي د سپيني ماڼي د يو انتقادي رپوټ څخه وروسته نن پاکستاني پوځ د مهمند په ايجنسي کي په هوايي حملولاس پوری کړي

https://p.dw.com/p/RGQs
د پاکستان یوه قبایلی سیمه کی پاکستانی پوځیان
د پاکستان یوه قبایلی سیمه کی پاکستانی پوځیانانځور: AP

دولتي چارواکي وايي چي په مهمند ايجنسي کي 50 اورپکي او 4 سرتيري وژل شوي دي. دا هغه ولسوالي ده د کومي په اړه چي په دي اوني کي د امريکا متحده ايالاتو ويلي وو چي د پاکستان پوځ په دي نه توانيدلي چي په دغه سيمو کي طالبانو ته ماته ورکړي.

دغه پيښه د افغانستان پولي ته څيرمه د مهمند ايجنسي په قبايلي سيمه کي رامنځ ته شوي، خو د مرګ ژوبلو په هکله د ازادو رسنيو له خوا تر اوسه څه ویل شوی نه دي.

ځايي حکومتي چارواکي، مقصود حسن، د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل چي جنګيالو د پوليسو د ګزمي په يو موټر په مهمندو ايجنسي کي د بايزيي په سيمه کي بريد کړي، چي بيا دواړو خوا په يو بل ډزي کړي.

نوموړي وويل: « دا بريد په شا تمبول شوي چي په نتيجه کي يي 10 جنګيالي او 4 عسکر وژل شوي دي.»

هغه زياته کړه چي د مهمند ايجنسي په مختلفو سيمو کي په جلا هوايي بريدونو کي د ياغيانو مرکزونه په نښي شوي په نتيجه کي 40 ياغيان ووژل شول. په دغه بريدونو کي حکومتي ځواکونو د جيټ الوتکو څخه کار واخيست. يو بل ځايي چارواکي چي د فرانس پرس خبري آژانس د هغه نوم «ضابط خان» معرفي کړي، دغه پيښه او مرګ ژوبله يي تاييد کړه.

خو خبريالان او د مرستندويه ټولنو کارکوونکي د پيښي ځاي ته لاس رسي نه لري، نو ځکه د مرګ ژوبلو د ادعاو پخلي د خپلواکو سرچينو له خوا کيداي نه شي.

د امريکا متحده ايالات د پاکستان شمال لويديځي قبايلي سيمي کومي چي د دولت د ولکي څخه بيرون دي، د القاعده د ترهګري شبکي نړيوال اډه او د نړي تر ټولو خطرناکی سيمي ګڼي.

په داسي حال کي چي پاکستان په دغه سيمه کي شاو خوا 147 زره پوځيان ځای په ځای کړي دي او وخت په وخت د افغانستان له دنني څخه امريکايي بي پيلوټ الوتکي د اورپکو پر مرچلو ببماري کوي، د «افراطينو د ټکولو» لپاره واشنګتن د اسلام اباد څخه راضي نه ښکاري.

دغه ناخوښي د سپيني ماڼي په يو وروستي رپوټ کي عنوان شوي ده او د پاکستان پر پوځ نيوکه شوي چي د «طالب ياغيانو د ټکولو لپاره يوه روښانه کړنلاره نه لري»

په رپوټ کي ويل شوي دي چي متحده ايالات پاکستان ته په مليونو ډالر پوځي او نوري مرستي ورکړي تر څو له خپلي خاوري د افغانستان دنني ته د طالب ياغيانو د تيريدو مخه ونيسي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون دغه رپوټ رد کړ او وويل چي لويديځ دي په افغانستان کي د خپلو «اشتباهاتو ملامتيا» پر پاکستان نه اچوي.

د پاکستاني چارواکو د وينا له مخي د مهمند ايجنسي کي د پوځ نوموړي عمليات يو ورځ وروسته له هغي په لاره اچول کيږي چي د امريکا متحده ايالاتو د مرکزي قومانداني مشر، جنرال جيمز متيز په پاکستان کي د دغه هيواد له لوړپوړو چارواکو سره وليدل. دغه ليدنه کتنه وروسته له هغي وشوه چي د دواړو هيوادونو ترمڼح د CIA د يو مامور چي په پاکستان کي په قتل تورن شوي ؤ او وروسته بيا خوشي شو، اړيکي خړي پړي شوي وي.

آژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: عبدالباري حکيم