1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې ولې د میلیونو ماشومانو قد ټيټ دی؟

آژانسونه/ ب.ص۱۳۹۵ مرداد ۶, چهارشنبه

د تشنابو او څکلو د پاکو اوبو د نه شتون له امله د خرابې نمو یا نقص نمو ښکار تر ټولو زیات ماشومان په هند کې دي. په دې مرض اخته ماشومان نه یوازې په جسمي توګه واړه پاتې کیږي، بلکې د دوی په دماغي وړتیاو هم ناوړه اغیز کیږي.

https://p.dw.com/p/1JWat
Indien Kinderarbeit Kinder arbeiten am Nehru Stadion in Neu Delhi
انځور: Getty Images/D. Berehulak

د فرانس پریس خبري آژانس د نړیوالې مرستندویه ټولنې «واټر ایډ» د یوه تازه رپوټ په حواله ویلي چې د پاکستان، نایجیریا، چین او د کانګو په پرتله په هند کې د نقص نمو ښکار ماشومانو شمیر تر ټولو زیات دی. د «واټر ایډ» د پراختیايي ټولنې په حواله تر پنځه کلونو کم عمر شا او خوا ۴۸ میلیونه هندی ماشومان د دې مرض ښکار دي.

د عمر له لحاظه د قد یا ونې د ټيټ پاتیدو علت د خوراک نه شتون یا د متوازن خوراک نه شتون دی چې درملنه یې د ماشوم د پيدایښت تر دوو کلونو وروسته پورې امکان نه لري. داسې ماشومان د همعمره ماشومانو په پرتله کمزوري پاتې کیږي. د واټر ایډ د رپوټ په حواله د تشنابونو او د پاکو اوبو نه شتون ډيری ماشومان په دې مرض اخته کوي.

په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو په اړه دلته انځورونه ووینئ.

د دې خیریه موسسې د شمیرو له مخې په هند کې هر کال ۱۴۰ زره ماشومان د نس ناستي له امله مړه کیږي. دلته ۷۶ میلیونه ماشومان د څکولو پاکو اوبو ته لاس رسۍ نه لري او ۷۷۴ میلیونه انسانان ککړه هوا تنفسوي.

د «واټر ایډ» د روغتیا د برخې کارپوهه میګن ولسن جونز وايي: «په هند کې د داسې خلکو فيصده ډيره لوړه ده چې په کورونو کې تشنابونه نه لري چې له امله ناروغتیاګانې خپریږي او د ماشومان په نس ناستي د اخته کیدو خطر زیاتیږي.»

د میګن ولسن په آند له دې کبله دا پر دې نه ده حیرانه چې په هند کې د ټیټ قد د ماشومانو شمیر ډیر زیات دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومان ادارې «یونیسف» په حواله په هند کې ۵۹۴ میلیون انسانان په کورونو کې تشناب نه لري. د هند لومړي وزیر نریندر مودي په راتلونکو څلورو کالو کې په هر کور کې د بیت الخلا د جوړولو ژمنه کړې.

تر هند وروسته په نایجیریا کې د ۱۰،۳ ملیونه ماشومانو قدونه د عمر په پرتله واړه پاتې دي. تر دې وروسته پاکستان هغه هیواد دی چې دا ډول ماشومانو شمیر پکښې ډير دی. د « واټر ایډ» ټولنې په حواله په پاکستان کې ۹،۹ او په بنګله دیش کې ۵.۵ میلیون ماشومان د نقص نمو ښکار دي. د یوه رپوټ له مخې په بنګله دیش کې په تیرو لسو کالو کې د یوه کمپاین له لارې ډیر زیات تشنابونه جوړ شول.

د ماشومانو په اړه نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل