1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کې د لومړي ځل له پاره څلور ترافیکي څراغونه نصب شول

آژانسونه/ م.ج.۱۳۹۵ تیر ۸, سه‌شنبه

افغان پولیسو د دوشنبې په ورځ وویل چې د هلمند ولایت مرکز د لومړي ځل له پاره په ترافیکي څراغونو سمبال شوی. چارواکو زیاته کړې ده چې له دې سره د ترافیکي پیښو شمیر رالویدلی دی.

https://p.dw.com/p/1JEmS
انځور: Reuters/I. Fassbender

د لشکرګاه د ترافیکو د ادارې مشر حاجي میرزا ګل، وویل: «موږ د ښار په اصلي څلور لاري کې څلور ترافیکي څراغونه نصب کړي دي.»

دغه افغان چارواکي زیاته کړې ده: «دوه څراغونه ۱۲ ورځې مخکې او دوه نور بیا څلور ورځې مخکې نصب شوي دي.»

د ګل په خبره د څراغونو له نصبیدو سره د ترافیکي پیښو کچه رالویدلې ده: «موږ په یوې میاشت کې د ۳۰ او ۴۰ تر منځ ترافیکي پیښې لرلې.»

خو یوازې د ترافیکي څراغونو نصبول ستونزه نه شي حلولی. پولیس باید موټر چلوونکو ته د دغو څراغونو معني هم زده کړي: «موږ پر تلویزیون او راډیو د عامه پوهاوي پروګرامونه لرو چې خلکو ته ترافیکي قوانین او د څراغونه معنی زده کړو.»

په لشکرګاه ښار کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان ژوند کوي خو په ښار کې د موجود موټرو شمیر څه نا څه ۵۰ زرو ته رسیږي. پولیسو په ټول هلمند ولایت کې یوازې ۱۰ زره د موټر چلولو جوازونه ویشلي دي. دا نو په دې معنی ده چې شوخوا ۴۰ زره نور کسان پرته له جوازونو موټر چلوي.

په ورکړل شویو جوازونو کې هغه هم شامل دي چې یوازې د پیسو په مقابل کې د موټر چلوونکو له خوا ترلاسه شوي دي. هلمند د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې یو شمیر ولسوالۍ یې د طالبانو تر کنترول لاندې دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب