1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي د کابل بانک څانگه تړل سوې ده

۱۳۸۹ بهمن ۱۰, یکشنبه

په هلمند كي له تيري يوې اونۍ راپه دې خوا د كا بل بانګ د يوازنۍ څانګي د تړل كيدو له امله ملي سواګر، ځايي اوسيدونكي او دولتي مامورينو ته ګڼي ستونزي پيداسوي دي.

https://p.dw.com/p/Qwko
په کابل کي ددغه بانک مرکزي دفتر
په کابل کي ددغه بانک مرکزي دفترانځور: DW/M.Jalalzai

دوی وايي د تيري يوې اونۍ راهسي يې پيسي بندي دي، په سواداګرۍ كي يي تاوان كړی دی.

محلي سوداګر غلام شريف وايي، د ملي سواګرو سره يې د كابل بانګ د څانګي د تړل كيدو له امله اعتبار زيانمن سوی دی.

د كابل بانګ د هلمند ولايتي څانګه د هيواد د نورو۱۷ ولايتونو په څيرد لوى څارنوالى د مسولينو په امر په دې نوم تړل سوې چي، يو شمير سيمه ايزه مسولين يي په فساد تورن سوي دي.

ددې بانګ يوتن كار كوونكي د نامه دنه ويلو په شرط دويچه ويله المان ږغ راديو ته وويل: « څه موده وړاندي د كابل بانګ دعمومي مسولينو حاجي شيرخان او حاجي خليل په امر د هغوى ګډ اكونټ ته ۱۳سوه زره امريكايي ډالره استولي، چي له همدې امله ددوى ريس، مرستيال او څلور نور كاركونكي بنديان سول.»

ده وويل چي وروسته له هغه د حاجي خليل او حاجي شيرخان په ګډون د هيواد ۱۷ ولايتونو کي د كابل بانګ د ولايتي څانګو مسولين هم ددولت لخوا ونيول شول.

نوموړي وويل چي دوى په دې كاركي بېځايه تورن سوي دي، ځكه هغه دواړه عمومي مسولين ددولت تر نظارت لاندي دي او خپل حساب دي له هغوى سره وكړي .

د كابل بانګ دغه مسئول وويل چي په هلمند كي ۹۰ سلنه خلك كه سوادګر دي كه دولتي كاروكونكي له همدې بانګ څخه تنخواوي اخلي او خپلي پيسي پكښي ساتي. د هغه په خبره په تړل كيدو يې نه يوازي ددوى جنجالونه زيات سوي، بلكي خلك په ستونزوكي راګيردي.

په هلمندكي د ملكي څارنوالۍ د جرمونو په وړاندي د تحقيقاتو څارنوال حاجي تواب وايي، د كابل بانګ څانګه به په نږدو ورځوكي خلاصه سي خو د كابل بانګ له سيمه يزه مسولينوسره له كابله راتلونكى هيئت حساب اوپلټني كوي.

اوس د كابل بانګ ددغه څانګي مخ ته په لسګونو پوليس، د ملي اوردو كسان او ګڼ شمير دولتي اوغيردولتي كسان انتظار كوي.

دوی له دولت څخه غوښتنه كوي، چي په دې اړه هرڅه اقدام وكړي او د كابل بانګ دروازه ددوی پرمخ پرانيزي.

د لښكرګاه ښار د شهيد عبدالمتين د عالي ليسي يوتن ښوونكى وايي، د تيرو څو مياشتو تنخوايې په بانګ كي پرته ده، پيسو ته سخته اړتيا لري مګر د بانګ دروازه تړلې ده او دوی بله چاره نه لري بېله دې چي له چا پيسي قرض كړي.

د كابل بانګ اعتبار ته يو هغه مهال سدمه ورسيده چي، څو مياشتي وړاندي ددې بانګ د ډيوالي كيدو راپورنه خپاره سول.

په هلمند كي خلك ، سوداګر، دولتي مسئولين، د پوليسو او ملي اوردو منسوبين له دولت نه غواړي چي د كابل بانګ دروازه ژر پرانيزي ځكه دوی پيسو ته اړتيا لري.

مجتبي محمدي/ لښکرګاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل