په هرات کې د ښځینه خبریالانو د انځورونو نندارتون
د لومړي ځل له پاره په هرات کې د ښځینه خبریالانو د انځورونو درې ورځنۍ نندارتون پرانستل شوی. په دې نندارتون کې ۴۰ انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د دې نندارتون ۴۰ انځورونه د ۳۰۰ استول شویو انځورونو له ډلې څخه انتخاب شوی دي.
نندارتون په هرات کې د افغانستان د رسنیزو مطالعاتو انستیتیوت له خوا په لاره اچول شوی دی.
د نندارتون یوه په لاره اچوونکي فیصل کریمي، وویل چې د نندارتون په پای کې به یو شمیر ښځینه خبریالانو ته ډالۍ هم ورکړل شي.
په نندارتو کې د الهه ساحل، شکریې روهینا رسولیار انځورونو په ترتیب سره لومړی، دویم او دریم مقامونه وګټل.
په افغانستان کې ښځینه خبریالانې ډیر وخت د خپل کار پر مهال له ستونزو سره مخامخیږي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور چارواکي وایي چې نندارتون به لا ډیرې ښځینه خبریالانې د انځورونو له اخیستلو سره لیواله کړي.
انځورونه
1 | 6انځورونه