1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي ۹۰ زره هکتاره مځکي غصب سوي

۱۳۸۹ دی ۱۳, دوشنبه

د هرات چارواکي وايي چي ددغو دولتي مځکو د تر لاسه کولو لپاره يې يو کمېسيون ته دنده سپارلې. خو کارپوهان پدې نظر دي چي دا کار د زورواکو لخوا سوی او بيرته ترلاسه کول به يې ډير ګران وي.

https://p.dw.com/p/Qlx4
د هرات ښار عمومي انځور
د هرات ښار عمومي انځورانځور: flickr.com / Herat

د هرات چارواکي وايي چي په هغه ولايت کي به له زورواکوهغه دولتي ځمکي واخيستل سي چي د تيرو ۳ ليسيزه ناامنيو پر مهال يې خيټه باندي اچولې ده.

د هرات والي ډاکټرمحمد داود سبا دويچه ويله ته وويل چي ددغه کارلپاره يې يوې با صلاحيته کميټې ته دنده سپارلې.

ددولتي مامو رينوو په خبره د هرات په بيلابيلو برخوکي نږدي۹۰زره هکتاره ځمکه باندي زورواکو خيټه اچولې، چي لويه برخه يې د حج او اوقافو وزارت ملکيت ده.

د هرات ګڼه ښاريان او د اړونده چارو کارپوهان که څه هم د حکومت دغه اقدام نه هرکلی کوي خو پر دې سربيره يې پايلو ته دومره هيلله من ندی.

د هرات يو اوسيدونکی فايض تيمري وايي:« مځکي داسي خلکونيولي چي زوروردي او دا اوس هم د حکومت لويي چوکۍ لري. نو زه فکرکوم چي کمېسيون هم ددوی تر تاثيرلاندي راځي اوځمکي نسي ترې اخيستلای»

د هرات والي دا مني چي ځمکه زورواکو لاندي کړي او وايي چي، ما ته يې تهديدونه هم رار سيدلي. خو حوکومت دا وار په خپله پريکړه کي جدي دی.

مامورين وايي د ځمکوغصب د هرات لپاره د ښاري ماسټرپلان د پلي کولو ستونزه راولاړه کړې او په ښارکي دننه خو د شنې فضا او نورو عامل منفعه موسيساتو لپاره هيڅ خالي ځمکه نده پاته.

دا يوازي هرات نه دی چي دولتي مځکي غصب سوي دي، بلکه په ټولو ولاياتو کي دغه ډول کارونه تر سره سوي او حتي د افغانستان په پلازمېنه کابل کي دا کارونه په پراخه پيمانه سوي.

د ښار او کور جوړولو د وخت وزير انجينر پښتون هغه وخت ويل چي پر مځکوم باندي يوه مافيايي کړۍ را څرخېدلي او د چا زور نه په رسيږي.

انجينر پښتون يو وخت په کابل کي د غصب سوو مځکو د تر لاسه کولو اقدام وکړی چي وروسته يې بيا خپله اقرار وکړی چي د مخنيوي زور يې ور سره نسته.

او په لومړي سر کي د دولت يو شمېر وزيرانو دا کار کړی دی.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل