1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د ولايتي بيا رغوني ډلي اډه تر بريد لاندي نيول سوې

۱۳۹۰ خرداد ۹, دوشنبه

په لومړي سر کي نن د هرات د ولايتي بیا رغوني ډلي دفتر تر بريد لاندي راغلی او وروسته بيا د هغه ښار په يوه سيمه کي ځانمرگی بريد تر سره سوی.

https://p.dw.com/p/11QeD
د هرات ښار يو انځور
د هرات ښار يو انځورانځور: dw

په هرات کي د دويچه ويله خبريال، هوشنګ هاشمي، وايي چي د افغانستان په وخت د لس نيمو بجو په شاوخوا کي د هرات په ښار کي دوې چاودني رامنځ ته شوې:

« لومړۍ چاودنه د هرات ښار سينما ته څيرمه وشوه چي په ترڅ کي يي درې کسان ووژل شول او 27 نور ټپيان شول.»

د هغه په خبره دوهمه چاودنه په هرات کي د ولايتي بيا رغوني دفتر ته څيرمه تر سره شوه، چي سمدلاسه و سپکو وسلو ډزې هم پيل سوې.

په هرات کي د ولايتي بيا رغوني ډلي مشري د ايټالوي ځواکونو په غاړه ده.

د دوهمي چاودني د مرګ ژوبلي په هکله لا دقيق معلومات په لاس کي کي نه شته خو عيني شاهدان وايي چي د چاودني څخه وروسته يي په سيمي کي مړي ليدلي.

د هرات په امنيه قومانداني کي يو چارواکي ويلي چي څلور انتحاري حمله کونکي د هرات ښار ته راننوتي چي له دغي ډلي څخه دوه تنو يي خپل ځانونه چولي او دوه نور يي د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د رپورټونو له مخي افغان پوليس، د ملي امنيت کارکونکي او د ملي اردو ځواکونه په هرات ښار کي په عملياتو بوخت دي.

په هرات ښار کي يو بل خبريال چي پيښه يې له نږدې ليدلې وويل چي، د ترهگرو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړې څه نا څه يو ساعت دوام وکړ.

فريدون آژند زياتوي چي وسله وال کسان د ولايتي بيا رغوني دفتر ته څيرمه په يوه کور کي ځای پرځای شوي ول او پر افغان ځواکونو يې ډزي کولې.

هغه وايي، د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو کسانو تر منځ ډيره سخته جګړه روانه وه چي په ترڅ کي يې ځيني کورنه ويجاړ شوي او په دوه کورونو کي خو اور هم لګيدلي.

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند، زمري بشر، وايي چي افغان امنيتي ځواکونو د پيښي په وړاندي غبرګون ښودلي. بشري وايي چي د پيښي د تلفاتو په اړه جزييات په لاس کي نه لري.

دا په داسي حال کي ده چي د هرات په شمول د روان کال په جولاي مياشتي کي به د افغانستان د ځينو سيمو امينتي چاري افغان پوځيانو ته وسپارل شي.

دويچه ويله / مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل