1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د خونړي حملي قربانيان ولسي خلک دي

۱۳۸۸ مرداد ۱۲, دوشنبه

د هرات د روغتون مشرسيد نعيم عالمي وويل: « تراوسه 29تنه ټپيان، لس تني مړي روغتون ته رسيدلي دي، درملنه کي يي ستونزه نلري.»

https://p.dw.com/p/J2bz
د حملی یو ټپی په روغتون
د حملی یو ټپی په روغتونانځور: DW

د افغانستان په لويديځ کي د پوليسو په يو کتار باندي د يو بمي حملي سره لږ ترلږه 12 کسان وژل شوي دي. په هرات کي چارواکو وويل چي په دغي خونړي حملي کي چي د سهار له خوا کارونو ته د تګ په ګڼه ګوڼي وخت کي وشوه ، څه د پاسه 20 کسان ټپيان شوي دي. د هرات د امنيي قوماندن جنرال عصمت الله علي زي د آلمان غږ راډيو ته وويل چي د دغي حملي هدف د انجيل د ولسوالي د امنيي قومندان ؤ.

«د انجيل د ولسوالي د امنيي قوماندان، خواجه عيسي له خپل کوره د دندي په لور روان ؤ، کله چي له هغه ځاي څخه تيريده دغه چادونه وشوه. په دغه پيښه کي هغه خپله ټپی شوی دی. په وژل شوو کسانو کي دوه تنه پوليس، يو شمير ولسي وګړي چي په هغو کي يوه ميرمن يوه ماشومه هم ده، شامل دي.

د آلمان غږ راډيو ته د پيښي يو عيني شاهد چي هغه هم خپل ورور له لاسه ورکړ، دغه خونړی حمله «ظالمانه وبلله له دولت څخه يي دعاملينو لپاره د سزا غوښتنه وکړه.» هغه وويل: « ورور مي کوم سياسي سړي نه ؤ، هغه مزدور کار ؤ، روغتون ته مي په ټپي حال کي انتقال کړ، خو هلته د روغتيايي امکاناتو د کموالي له امله مړ شو.»

دچاودني نورو عيني شاهدانو دغه حمله ډيره زورورو وګنله او وويل: « «د پوليسو دوه موټر د تلو حال کي ؤ چي چاودنه وشوه ومو لیدل چه موټرتخريب اوڅوتنه په ځمکه ولويدل اوډيري يي د لاري پلي خلک وه»

همداراز د روغتون مشرسيد نعيم عالمي وويل: « تراوسه 29تنه ټپيان، لس تني مړي روغتون ته رسيدلي دي، درملنه کي يي ستونزه نلري.»

د دغي پيښي مسووليت طالبانو په غاړه اخيستي دي.

که څه هم معمولا د افغانستان جنوب کي د ريدکال اسلام پالو طالبانو زورزياتي پراخي دي خو د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د وخت په رانژدي کيدو سره د دغه هيواد په نورو برخو کي هم د زور زياتيو رپوتونه ورکول کيږي.

شريف شرفيار

کتونکی: عبدالباری حکيم