1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نیپال کې زلزلې لږ تر لږه ۷۰۰ تنه وژلي

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ اردیبهشت ۵, شنبه

یوې سختې زلزلې نیپال لړزولی دی. خبري آژانسونو د نیپالي چارواکو له قوله ویلي چې د زلزلې له کبله لږ تر لږه ۷۰۰ تنه وژل شوي دي. دغه زلزله په هند او بنگله دیش کې هم احساس شوې ده. په زلزله ځپلو سیمو کې بیړنی حالت اعلان شوی.

https://p.dw.com/p/1FEmD
انځور: Reuters/N. Chitrakar

د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پيزندنې د ادارې (USGS) د نوو معلوماتو له مخې د ریشتر پر مقیاس د نوموړې زلزلې شدت ۷،۹ درجې وو او یوازې د دوو کیلومترو په ژوروالي کې رامنځ ته شوې ده. تر دې د مخه د متحده ایالاتو د ځمکې پيژندنې او همداشان په پوتسدام کې د آلمان د جیولوژیکي څیړونو مرکز د نوموړې زلزلې شدت ۷،۵ درجې ښوولی وو. زیاته شوې ده چې د دغې زلزلې مرکز له پلازمینې کتمندو څخه ۸۰ کیلومتره وړاندې وو.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه زلزله چې د یوې دقیقې څخه د زیات وخت له پاره یې دوام کړی، د هند په پلازمینه نوي ډهلي او کلکته کې هم احساس شوې ده.

د نیپال د کورنیو چارو وزارت تر اوسه د زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمیر ۷۷۶ تنه ښوولی دی. په عین وخت کې د نیپال حکومت د زلزلې له کبله په زیانمنو شوو سیمو کې اضطراري حالت اعلان کړی دی.

تر دې دمخه د رویټرز خبري آژانس د نیپال د پولیسو له قوله ویلي وو چې د زلزلې له کبله ۴۴۹ تنه وژل شوي دي. همداشان خبري آژانسونو د ماونټ ایوریسټ د غره په ځوکه کې د دغه زلزلې له کبله د اتو کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی.

تر دې د مخه خبري آژانسونو د عیني شاهدانو له قوله خبر ورکړی وو چې په پلازمینه کتمندو کې یو شمیر ودانۍ نړیدلي دي. په کتمندو کې د یوه اروپایي خبري آژانس عکاس ویلي دي چې ډیر شمیر جسدونه یې لیدلي دي. هغه ویلي دي په کوم هوټل کې چې ده ژوند کاوه ویجاړ شوی دی.

یوه نیپالي لیکوال له کمتندو څخه خبر ورکړی دی چې په پلازمینه کې تر ټولو زیات زاړه کورونه او تاریخي عبادت ځایونو ته زیان اوښتی دی او یا له منځه تللي دي. نوموړي لیکلي دي چې د «دوربار میدان» د پيژندگلوۍ وړ نه دی. دغه تاریخي ځای د یونیسکو د نړیوالو لرغونو آثارو په لړ کې شامل دی.

ځیني خلک تر خرابیو لاندې دي

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې نهه پوړیز «دراهار» برج هم نړیدلی دی. د نیپال د خبري آژانسو د رپوټونو له مخې داسې گمان کیږي چې لږ تر لږه ۵۰ تنه دې د دغه برج د خرابیو لاندې شوي وي.

Nepal Kathmandu Starkes Erdbeben
انځور: picture-alliance/dpa/N. Shrestha

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخه دغه زلزله د هند تر پلازمینې نوي ډهلي او کلکتې پورې محسوسه شوې ده. زیاته شوې ده چې په نوي ډهلې کې د فرانسې د خبري آژانس دفتر د زلزلې له کبله دوه وارې خالي کړای شوی دی. همداشان د بنگله دیش په پلازمینه ډهاکه کې خلک د وارخطایي له کبله سړکونو ته راوتلي وو. د هند لومړي وزیر نریندر مودي د ټویټر پر ټولنیزه شبکه په خپل لنډ پیغام کې لیکلي دي چې حکومت د معلوماتو په راټولو بوخت دی او پر دې باندې کار کوي چې په هند او نیپال کې له زیانمنو شوو کسانو سره مرستې وشي.