په نیپال کی بودایی معبد بیرته پرانیستل سو
په نیپال کی د یوه کال مخکی زلزلې له امله د «بودهانات» په نامه بودایی معبد هم وران سوی ؤ. نوموړی معبد په کتمندو کی د بودایانو د عبادت مهم مرکز گڼل کیږي چی د څه کم دوو میلیونو یورو په ارزښت بیرته رغول سوی دی.
په کتمندو کی د بودایی معبد نوې ځلا
پس له یوه کال بیارغونی وروسته ، په کتمندو کی د بودا معبد یو ځل بیا پرانیستل کیږی. دا په دې معنی چی د تبت بودایی معبد ، په ۲۰۱۵ م کال کی د د زلزلې څخه دومره ډیر متاثره سوی نه ؤ لکه نور معبدونه. خو د هغه د گنبدی څوکه ډيره ویجاړه سوې وه.
د هغه د پرانیستلو په مناسبت د تبتي بودایانو د خوشحالۍ نڅا
مخکی له دې چی دغه معبد د نوموړي هیواد د صدراعظم له خوا د سه شنبه په ورځ بیرته پرانیستل سي ، درې ورځي په اصطلاح د سپیڅلتوب نڅاوی تر سره کیږي. په همدې مناسبت لوی مذهبي مشر «رینپوخه» ته هم بلنه ورکول سوې چی په بودایی عنعنوی نڅاوو به له هغه څخه هرکلی وسي.
په کتمندو کی یو تبتي مرکز
د «بودهانات» په نامه معبد بیا چی شاوخوایی نور کوچنی معبدونه هم سته ، په کتمندو کی د هغو تبتیانو یوه ټولنه ده چی په تبعید کی ژوند کوي. د هغې غړي په عنعنوي کالیو کی د نوموړي معبد دوباره پرانیستل لمانځي.
د رب النوع له پاره د موسیقۍ ږغول
د ترمپت وهلو تر څنگ د جاز موسیقي هم د تبتیانو ددغه عنعوي مذهبی جشن مهمه برخه جوړوي. ددغه ډول موسیقۍ ږغ د یوه ټاکلي پروگرام پر اساس تر سره کیږي. په دې ډول هغوی غواړی چی د رب النوع غوږو ته ورسیږي.
د پرانیستلو پر وخت د یوه اولسی جشن فضا
راهبان، باوقاره کسان او همدارنگه عادی خلک په کتمندو کی ددغه معبد د پرانیستلو د مراسمو له پاره سره راټول سوي دي.
د جشن له پاره ښکلي کالي
د نوموړي معبد په سپینه ودانۍ کی ددغې نجلۍ سپین او سره ښایسته کالي د توجه وړ گرځي.
په وجود کی دننه روښنایی
په بودایی مذهب کی په عبادت کی ډوبیدل ډير مهم دي. همدارنگه د نوموړي معبد د بیرته پرانیستلو په مذهبي مراسمو کی هم .