په نړۍ کې د بایسکلونو تر ټولو ستر تمځای
د نړۍ په کچه د بایسکلونو تر ټولو ستر پارک، یا تمځای د هالنډ د اتریښ ښار کې دی. دغه تمځای د اورګاډي سټیشن لاندې دی چې د ۲۰۱۸م کال په پای کې به یې ساختماني چارې بشپړي شي او د ۱۲۵۰۰ بایسکلونو ځای به لري.
د بایسکلونو هیواد، هالنډ
دومره بایسکلونه تر کوم ځایه چې نظر رسیږي. د هالنډ په اتریښ کې د نړۍ په کچه د بایسکلونو ستر تمځای پرانیستل شوی دی. دغه ځای ته ډیره اړتیا وه، ځکه چې د رسمي ارقامو له مخې په هالنډ کې ۲۲ میلیونه بایسکلونه شته.
د بایسکل چلولو له پاره مناسب سیاست
د هالنډ اتریښ ښار، ۳۴۰ زره اوسیدونکي لري، چې د دغه هیواد څلورم ستر ښار دی. په دغه ښار کې خلک په ځانګړي ډول ډیر بایسکلونه چلوي، خو د اورګادي په ستیشن کې د بایسکلونو د درولو له پاره ځای نه شته. دا چې ګډودي راکمه کړی شي د نړۍ په کچه د بایسکلونو دغه ستر تمځای حوړ کړل شو. اوس په کې ۶۰۰۰ بایسکلونه ځایږي او د ۲۰۱۸م کال تر پای پورې به د نورو ۶۵۰۰ بایسکلونو د دریدو ظرفیت ولري.
چیرې سړی بایسکل ودروي؟
ستونزه له پخوا څخه معلومه وه. د اورګاډی ستیشن کې د بایسکلونو ځای په بشپړه توګه ډکیده. په اورګاډي کې نیمایي سفر کوونکي ریل ستیشن ته په بایسکلونو ځي. د اورګاډي مشتریانو به تل شکایت کاوه چې د بایسکل د درولو له پاره کوم تمځای نه مومي. له ۲۰۱۱م کال راهیسې په ټول هالنډ کې د بایسکلونو د درولو له پاره ډیر ځایونه جوړ شوي دي، خو داسې بریښي چې اوس هم بسنه نه کوي.
۲۴ ساعته وړیا خدمتونه
د بایسکلونو د تمځایونو له جوړولو سره وضعیت یو څه ښه شوی او له بل پلوه د بایسکل پارک کول هم ارزانه دي. د لومړیو ۲۴ ساعتونو له پاره سړی بایسکل په وړیا توګه پارک کولی شي. که چیرې یو څوک د اوږدې مودې له پاره بایسکل درول غواړي نو بیا د یوې ورځې له پاره یوه یورو او ۲۵ سینته تحویلوي.
خو لا هم بسنه نه کوي
د بایسکلونو پلان شوی ستر تمځای ښایي په راتلونکي کې هم بسنه و نه کړي. په هالنډ کې د بایسکلونو ډیریدو ته په کتو سره انتقاد کوونکي په شک او تردید کې دي چې دا به بسنه وکړي کړي.
منظموالی
دا چې سړی په دغه ستر تمځای کې د خپل بایسکل له پاره ځای ومومي هر لوري ته ځانګړې نښې نښانې شته. د موټرو د پارک په څیر د تمځایونو نمرې لیکل شوي او په بیلابیلو رنګونو نښه شوي. یوه سکرین ښکاره کوي چې کوم لوري ته د بایسکل درولو ځای خالي دی.
اتریښ، یو ګام وړاندې
په اتریښ کې د ۴۰ میلیونه یورو په ارزښت دغې پروژې وروسته په نورو ښارونو کې هم ورته کار تر سره کیږي. دینهاګ هم د ۸۵۰۰ بایسکلونو له پاره یو تمځای جوړوي. د پلازمینې امستردام ۸۳۵ زره نفوس شاو خوا ۸۴۷ زره بایسکلونه لري او هغوی هم پر یوې داسې پروژې باندې کار کوي چې د زرونو بایسکلونو د ځایولو ظرفیت ولري.