په نړۍ کي ۲۴۴ میلیونه انسانان مهاجر شوي
۱۳۹۴ دی ۲۳, چهارشنبهد ملگرو ملتونو سازمان له خوا د ورکړل شوو شمیرو له مخې د تیرو کلونو په پرتله په ۲۰۱۵م کال کې په نړۍ کې د مهاجرو شمیر ډیر لوړ، یعنې ۲۴۴ میلیونو ته رسیدلی وو. د دغه سازمان په حواله له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسي په خپله خوښه یا په زور نورو هیوادونو ته د کډه شوو کسانو شمیر ۷۱ میلیونو ته رسیږي.
په دوی کې ۲۰ میلیونه داسي دي چې د جگړو له امله د خپل ټاټوبي پریښودو ته اړ شوي دي، چې اکثره یې د سوریې، افغانستان او سومالیا هیوادونو کډوال دي.
د هغو مهاجرو یوه پر دریمه برخه چې د خپل هیواد پریښودو ته اړ شوي دي اوس په اورپا کې ژوند کوي. امریکا متحد ایالات د ۴۷ میلیونه کډوالو په کوربه توب سره په نړۍ کې تر ټولو ډیر کډوال منلي دي.
د ملگرو ملتونو د عمومي مونشي ځانگړي استازي جان الییاسن وویل چې د نړۍ هیوادونه باید خپل د کډوالۍ سیاست مطمئن کړي او په خپلو سرحدونو کې منظم اصلاحاتي اقدامات عملي کړي. د مهاجرت بحران په اروپایې اتباعو کې ویره او کرکه خپره کړی ده. د دې ترڅنگ دغي اتحادیې د لبنان، اردن او ترکیې په څیر هیوادونو سره چې عاجلو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري خپلې مرستې کمي کړي دي.
د سوریې له پاره ځانگړي مرستي
د ملگرو ملتونو د عاجلو مرستو همغږي کوونکی شتیفن اوبرین، وایې چې په سوريه کې د کورنۍ جگړې له پیل راهیسې ملگرو ملتونو د دغه هیواد له پاره د نږدې اته میلیارده ډالرو مرستي غوښتنه کړې ده. د اوبرین، په خبره له دغو پیسو څخه ۷،۷۳ میلیارده ډالره (۷،۱ میلیارده يورو) یې ۲۲،۵ میلیونه سوریایې زیانمن شوو کسانو د مرستي له پاره اړتیا ده. نوموړي ټینگار وکړ چې: «د بل هر وخت په پرتله د سوریې خلک اوس ډیرو مرستو ته اړتیا لري.»
په سوريه کې د کورنۍ جگړی له امله ۱۳،۵ میلیونه انسانان په هیواد کې دننه بې ځایه شوي دي. ۴،۷ میلیونه سوریایانو گاونډیو هیوادونو یا اروپا ته د ځانونو رسولو هڅه کړې ده، ځکه په دغه هیواد کې د ژوند شرایط ډیر خراب او د زغملو وړ نه دي.