په نړۍ کي د اوږدو، ښايسته او لوړو ځوړنده پلونو انځورونه
په جرمني کي د نړۍ د تر ټولو اوږده ځوړند پل د جوړښت چاري پای ته ورسېدلې. په دې انځوريز راپور کي د نړۍ ښايسته، اوږده او لوړو ځوړند پلونو وړاندي کيږي.
د جرمني د زاکسن ايالت په راپبودتال سيمه کي د نړۍ تر ټولو اوږد ځوړند پل افتتاح سو. تر دې مخکي د دغه پل اوږدوالی ۴۴۰ ميتره بلل سوی وو خو په پرانيستغونډه کي ئې اوږدوالی ۴۸۳ميتره اعلان سو چي ۴۵۸ ميرته ئې په هوا کي ځوړند دی. دغه پل اوس په نړۍ کي تر ټولو اوږد ځوړند پل دئ.
د نړۍ دغه ترټولو ستر ځوړند پل د يوميليون او ۴۰۰زره يورو په لگښت جوړ سوی. د پل بر يو متر او ۲۰ سانتۍ دی او په څلورو فولادي کيبلونو باندي چي قطر ئې ۶۵ ميليمتره دی، ځورړند دی. د دغه پل وزن ۱۱۸ ټنه او لوړوالی ئې سل متره اعلان سوی دئ.
تر اوسه پوري د روسيې په سوچي ښار کي د «تيتان آر تی» په نوم ځوړند پل چي ۴۳۹ ميتره ئې اوږد والی وو په نړۍ کي تر ټولو ستر ځوړند پل بلل کېدی.
د چين پر «ژانگ ژياجي» دره باندي د ۳۰۰ ميتره په ارتفاع کي ښيښه يي پل ۴۲۶ ميتره اوږ دی. دغه پل ۶ ميتره بر لري او په يوه وار ۸۰۰ کسان پکښې تيرېدای سي.
د دغه پل د مقاومت ښوولو له پاره په ۲۰۱۶م کال کي هغه په سوټک سره ووهل سو د هغه مقاومت وښوول سي. د CCTV شبکې د راپور له مخي د دغه پله پر جوړېدو باندي ۳،۴ ميليارده ډالره مصرف راغلی دئ. د دغه پل تکت ۱۳۸ يوان (۲۰ډالره) دئ.
د اتريش په تيرول کي د «هايلاين ۱۷۹» په نوم ځورنډ پل چي اوږدوالی ئې ۴۰۶ متره دی ۷۰ ټنه وزن لري او په ۱۱۳ متره ارتفاع کي ځوړند دئ.
د جرمني د رايلند فلڅ ايالت په مورسدورف او سوسبرگ سيمه کي د «گايرلای» په نوم ځوړند پل. دغه پل په سل متره ارتفاع کي ۳۶۰ متره اوږدوالی او ۶۲ټنه وزن لري.
گايرلای ځوړند پل په ۲۰۱۵م کال کي د يو ميليون او ۱۴۰ زره يورو په لگښت جوړ سو. تيرکال له دغه پله ۳۶۰زره کسان له يوې غاړي بلي ته پوري وتلي.
د ماليا په لوېديځ کي په «تامان نگارا» پارک کي سړی کولای سي پردغه ځوړنده پله تير سي.
د کاناډا په ونکوور کي د «کاپيلانو» په نوم ځوړند پل په ۱۸۸۹م کال کي د ۱۳۶ متره په اوږدوالي او ۷۰ متره ارتفاع کي جوړ سوی دئ. هرکال پر دغه پله باندي نژدې ۸۰۰ کسان تيريږي.
د سويس په کانتون برن کي ځوړند پل.
د سويس په آلپ کي د «ماسا» پر دره ځوړنده پل. دغه پل هم د ډيرو واورو د اورېدو په خاطر جوړ سو. پل ۸۰ متره لوړ او ۱۲۴متره اوږدوالی لري.
په اتريش کي د آلپ په غرونو کي د «داخشټاين» په نوم ځوړند پل ۴۰۰ متره لوړ د سل متره په اوږدوالي جوړ سو. دغه پل ۶۳ ټنه وزن لري.
د جاپان په «اويتا» ولايت کي د «کوکونويه يومه» په نوم ځوړند پل. دغه پل ۳۹۰ متره اوږدوالی لري او ارتفاع ئې ۱۷۳متره ده. پر دغه پله په يوه وار ۱۸۰۰ کسان تيريدای سي.
د سويس په «تيتليس» کي ځوړند پل. دغه پل په اروپا کي تر ټولو لوړ دی. هغه په ۳زره متره ارتفاع کي جوړ سوی او ۱۰۰ متره اوږدوالی لري. د پله بر يو متر دی.
په ايران کي د مشگين شهر ځوړند پل په منځني ختيځ کي تر ټولو لوړ پل بلل کيږي. ليکوونکی محمود صالحي