په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ بریا
۱۳۹۳ اسفند ۷, پنجشنبهد کرکیټ د نړیوال جام سیالیو په اوولسمه لوبه کې د یوې په زړې پورې لوبه وروسته افغانستان، سکاټلنډ ته په یوه ویکټ ماتې ورکړه. په ننۍ لوبه کې د افغان توپ وهونکو په پرتله د تیر په شان افغان بالران یا توپ اچونکي ښه وځلیدل.
افغانستان د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته د سکاټلنډ لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د تیرو لوبو په شان افغان توپ اچونکي په ننۍ لوبه کې ښه وځلیدل، په زیاتره بیا تیز بالران.
د سکاټلنډ لوبډلې له لومړي سره د افغان بالرانو تر فشار لاندې وه. سکاټلنډ خپله لومړۍ وېکټه د ۷ په مجموعي منډو له لاسه ورکړه. مېک لیوډ د دولت ځدراڼ په توپ کیچ شو. د سکاټلنډ دوهم لوبغاړی د ۳۸ په مجموعي منډو وسوځید. دغه لوبغاړی حمید حسن وسوځاوه. کله چې د سکاټلنډ مجموعي منډې ۴۰ ته ورسیدې نو دریم لوبغاړی یې هم وسوځید. تر هغې وروسته د سکاټلنډ توپ وهونکي یو څه تم شول او په دولسم اوور کې یې مڼدې تر ۹۳ ورسولې. تر هغې وروسته د سکاټلنډ د ویکټو د لویدلو لړۍ همداسې روانه وه او په ۳۷ اوو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۴ منډې کړې وې.
خو تر هغې وروسته د سکاټلند لوبغاړي پر دې وتوانیدل چې خپلې منډې له ۲۰۰ څخه واړوي او په دې ترتیب یې په ټاکل شویو پنځوسو اوورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو افغانستان ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه. تر دې دمخه داسې اټکل کیده چې ښایي د سکاټلنډ منډې تر ۲۰۰ ډیرې نه شي.
په افغان بالرانو کې شاپور ځدراڼ او دولټ ځدراڼ ډیر ښه وځلیدل. شاپور ځدراڼ د مخالفې لوبډلې ۴ او دولت ځدراڼ بیا درې لوبغاړي وسوځول.
په ننۍ لوبه کې میرویس اشرف برخه نه وه اخیستې او د هغه پر ځای لوبې ته گلبدین نایب راوستل شوی وو. میرویس اشرف د سریلانکا پر ضد لوبه کې د ټپي کیدو له امله په ننۍ لوبه کې نه وو اخیستل شوی.
که څه هم د افغانستان له پاره د ۲۱۱ منډو هدف پوره کول ستونزمن نه بریښدل، خو په ننۍ لوبه کې داسې ښکاره شوه چې افغان توپ وهونکي یو څه له ستونزو سره مخامخ دي. افغان اوپنرانو جاوید احمدي او نوروز منگل په ډیر احتیاط لوبه پیل کړه. کله چې د افغانستان مجموعي منډې ۴۲ ته ورسیدې نو نوروز منگل د ۷ منډو تر جوړولو وروسته وسوځید. د هغه تر سوځیدو وروسته اصغر ستانکزی راغی خو هغه هم د څلورو منډو تر جوړولو وروسته وسوځید. دغه مهال مجموعي منډې ۴۶ وې. تر دې دمخه له سریلانکا سره په لوبه کې اصغر ستانکزي ډیره ښه لوبه کړې وه.
د افغانستان د توپ وهونکو د سوځیدلو لړۍ همداسې روانه وه او داسې بریښده چې افغان توپ وهونکي به په ننۍ لوبه کې برلاسي نه شي، ځکه چې د ۹۷ په مجموعي منډو د افغانستان ۷ لوبغاړي بیرته ستانه شوي وو. خو سمیع الله شینواری وو چې د افغانستان په ننۍ بریا کې یې لوی نقش لاره. ده په ډیر محتطانه ډول ۹۶ منډې پوره کړې او له دې کبله د نن ورځې غوره لوبغاړی هم وبلل شو. دی چې کله وسوځید نو د افغانستان منډې په ۴۷ اوور کې ۱۹۲ ته رسیدلې وې.
په پای کې حمید حسن او شاپور ځدراڼ پاتې شول. حمید حسن ۱۵ او شاپور ځدراڼ ۱۲ منډې وکړې او تر آخره ناسوځیدلي پاتې شول. افغانستان د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره دغه هدف په داسې وخت کې پوره کړ چې لا هم ۳ توپه پاتې وو.