1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په نورستان کې ۱۵ ماشومان شري وژلي دي

۱۳۹۶ فروردین ۷, دوشنبه

په نورستان ولایت کې د شري ناروغۍ په تیرو درو اوونیو کې ۱۵ ماشومان وژلي دي. دغه خبر د نورستان والي حافظ عبدالقیوم، د یکشنبې په ورځ ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/2a06J
Pakistan Flüchtlinge aus Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

هغه ویلي دي: «ډیر شمیر ماشومان د دې ناروغۍ تر اغیزې لاندې راغلي دي.» والي زیاته کړې ده چې اوس دغه ناروغۍ یوازې په یوې ولسوالۍ پورې محدوده ده.

قیوم زیاته کړې ده چې که څه هم سیمې ته روغتیایي سیار ټيمونه استول شوي او زیانمنو ماشومانو ته مرستې رسوي، خو د دې له کبله چې یو شمیر سیمې د طالبانو تر کنترول لاندې دې، ټولو ته مرسته نه شي رسول کیدای. والي ویلي دي چې طالبان اجازه نه ورکوي چې له ماشومانو سره مرسته وشي.

دغه افغان چارواکي روښانه کړې ده چې اوس ځایي حکومت د سیمه ایزو مشرانو په مرسته له طالبانو سره په اړیکه کې دي چې هغوی دې ته وهڅوي چې اجازه ورکړي له ماشومانو سره روغتیایي مرسته وشي.

طالبانو لا تر اوسه پورې د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.