1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نورستان کي څه تيريږي؟

۱۳۹۱ فروردین ۲۲, سه‌شنبه

دغه ولایت چې له پاکستان سره شاوخوا ۲۴۰ کیلومتره ګډه پوله لري له کلونو راهیسي د سختو جګړو شاهد دئ. خو اوسيدونکي ئې وايي چي هغه مهال یو ځل بیا د ترهګرو پام ور واوښت چې امریکايي ځواکونه ځني ووتل.

https://p.dw.com/p/14a4C
انځور: Getty Images

د سیمي خلک وایي چې د کامدیش او برګمټال ولسوالۍ د افغان، پاکستاني او عرب جنګیالو په لاس کي دي او په لسونو تنه هغه ناراضيان چې له پاکستان څخه اوس شړل شوي دي، هلته ځای پر ځای شوي دي.

د کامدیش او برګمټال سیمه يیزخلک وايي چي بهرني زور پال د دوی په شخصي کارونو هم کار لري، هغوی د ږیرو پر لنډولو، کاليو، تلویزیون او راډيو باندي هم بندیز لګولی دئ.

د برګمټال اوسیدونکی جمعه ګل او عبدالحي په سيمه کي د دويچه ويله پښتو ويب پاڼي خبريال ته ويلي دي، چي که اوس د دغو سیموغم و نه خوړل شي بیا به حکومت ته ګرانه وي چې وروسته ئې په کنټرول کي ولري:

«اوس دا سیمي تازه د حکومت د مخالفینو لاس ته ورغلي دي، باید پاکي شي، که نه نو کله چي هغوی دلته ځالي جوړي کړي بیا به ئې شړل ګران وي».

د نورستان د ولایتي شورا غړی مذهبیار وايي چي دغه زورپالي چي له چترال څخه کامدیش او برګمټال ته را اوښتي تور کالي اغوندي او د پاکستان له استخباراتو تنخوا ترلاسه کوي.

«د پاکستان یو شمیر پخواني جنرالان لکه جنرال یوسف، جنرال ایوب په متواتره توګه کامدیش او برګمټال ته راځي او پر جنګیالو معاشونه ویشي، خلکو ته هم د بهرنیو او افغان قواوو پر ضد د بریدونو بلنه ورکوي».

نورستان د پاکستاني چترال او د افغانستان د شمالي ولایتونو تر منځ د یوه پله په توګه پرته سیمه ده. داسي هم ویل کیږي چې د القاعدې جنګیالي غواړي نورستان د خپل بستر په توګه شمال ته د تلو له پاره وکاروي.

خو په مشرانو جرګه کې د نورستان سناتور حافظ عبدالقیوم د نا امنيو پړه پر فاسدو حکومتي چارواکو اچوي:

«د نورستان ستونزه ډیره جدي ده، داسي کس نه شته چې دا ستونزه مرکزي حکومت ته وسپاري، ډیری چارواکي اوس په کابل کي اوسیږي، نورستان د ناکارامده چارواکو په لابراتوار بدل شوی دئ».

ویل کیږي چې دمګړۍ په نورستان کې نه کافي افغان امنیتي ځواکونه شته او نه هم د ولایتي بیا رغاوني کومه ډله.

خو د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چي د افغانستان ملي او سرحدي پولیس له ملي پوځ سره په ګډه هڅه کوي چې په کامدیش او برگمټال کي چاڼیزعملیات پیل کړي او د دولت له مخالفينو څخه ئې خلاصي کړي».

نورستان له جغرافیايي پلوه د افغانستان یوه غرنیزه سیمه ده چې په کال کې ئې څو میاشتي د ډیرو ولسوالیو او مرکز ترمنځ د تګ را تګ لاري تړلي وي.

د اوسیدونکو اقتصادي حالت ئې د ګاونډیو ولایتونو د خلکو په پرتله کمزوری دئ، او د کارپوهانو په باور وسله والي ډلي له دغي نیمګړتیا څخه په ګټي اخیستني سره ځوانان خپلو لیکو ته ور بولي او له هغوي څخه د حکومت پر وړاندي په جګړه کې کار اخلي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل