1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نورد راین ویستفالن ايالت کي د ميرکل د گوند بريا

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۵, دوشنبه

د آلمان په يوه بل ايالت کي د ميرکل گوند (مسیحي دیموکرات) په ټاکنو بریا تر لاسه کړه. اوس د دغه گوند راتلونکی ایالتي لومړی وزیر لاشېت، د ائتلافي حکومت د ملگرو په لټه کې دی. خو دغه ائتلافي ملگري به څوک وي؟

https://p.dw.com/p/2cxwO
Deutschland Landtagswahlen in NRW Armin Laschet
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

د آلمان د نورد راین ویستفالن ايالت په ټاکنو کې د بریا تر لاسه کولو وروسته د مسیحي دیموکرات گوند (سي دي یو) مخکښ کاندید ارمین لاشېت د ائتلاف د انتخاب پوښتنه پرانیستې پریښې ده. نوموړي د (ZDF) تلویزوني چېنل سره په خبرو کې ویلي دي چې «سیاست د خپلې خوښې کنسرت نه دی.» د هغه په وینا اوس دا خبره مطرح ده چې مسیحي دیموکرات گوند په دې برخه کې له چا سره ائتلاف کوي.

له سوسیال دیموکرات گوند (اس پي دي) سره هغه د یوه ستر ائتلاف د رامنځ ته کولو خبره هم نه ده رد کړې. خو دغه سیاستوال ویلي دي چې د اقتصادي سیاست په برخه کې اف دي پي، لیبرال گوند ته نزدې دی. خو هغه په عین وخت کې یادونه کړې ده چې «د داخلي امنیت سیاست په برخه کې له اف دي پي سره ستونزې شته.» خو کله چې له لاشېت څخه پوښتنه وشوه چې د اف دي پي مشر کریستیان لیندنر، ولې دا خبره کوي چې په نورد راین ویستفالن ایالت کې سي دي یو او لبرال گوندوندونه د گډ تمایل اړخونه نه دي، په ځواب کې وویل «چې سړی کله نا کله حیرانیږي او دا پوښتنه باید له هغه څخه وشي.»

د لومړنیو رسمي پایلو له مخې مسیحي ديموکرات گوند ۳۳ سلنه رایې خپلې کړي دي چې د تیر په پرتله یې رایې اووه سلنه زیاتې دي. سوسیال دیموکرات گوند چې تر اوسه یې له زرغون گوند سره ائتلافي حکومت کاوه ۳۱،۲ سلنه رایې خپلې کړې دي او د تیرو ټاکنو په پرتله یې کابو اته سلنه رایې له لاسه ورکړې دي. د آلمان د زار لند او شلیزویگ هولشتاین تر ایالتي ټاکنو وروسته دا دریم ایالت دی چې سوسیال دیموکرات گوند پکښې د پارلماني ټاکنو په درشل کې بریا نه تر لاسه کوي.

اف دي پي، گوند د نارد راین ویستفالن په ایالتي ټاکنو کې د دریم ستر ځواک په توگه راڅرگند شوی دی. ښي اړخه عوامپالي گوند اې اف دي، یا د آلمان له پاره بدیل نومي گوند ۷،۴ سلنه رایې خپلې کړې دي. زرغون گوند هم د تیرو ټاکنو په پرتله ښه نه دی ځلیدلی او ۶،۴ سلنه رایې یې خپلې کړې دي. کیڼ اړخي گوند بیا ۴،۹ سلنه رایې گټلي او په دې ونه توانېد چې ایالتي پارلمان ته لار ومومي.

Infografik Wahl NRW 2017 DEU

د وروستۍ پایلې له مخې په ایالتي پارلمان کې د آلمان مسیحي دیموکرات گوند (سي دي یو) ۷۲، سوسیال دیموکرات گوند (اس پي دي) ۶۹، اف دي پي گوند ۲۸، زرغون گوند ۱۴ او اې اف دي گوند بیا ۱۶ څوکۍ گټلې دي.

د لومړنیو پایلو له مخې د سي دي یو او اف دي پي، گوندونو د ائتلاف له پاره چې لږ تر لږه سل څوکۍ پوره کیږي چې د غوڅ اکثریت له پاره ورته اړتیا ده. د یوه ستر ائتلاف تر څنگ د دوو درو گوندونو د ائتلاف د رامنځ ته کیدو امکان هم شته. خو زرغون گوند تر ټاکنو د مخه له سي دي یو او اف دي پي گوندونو سره ائتلاف رد کړی وو. لیبرال گوند بیا له خپل اړخه له سوسیال دیموکرات او زرغون گوند سره ائتلاف رد کړی وو.

په پام کې ده چې د ټاکنو د تر سره کیدو وروسته د دوشنبې په ورځ گوندونه په برلین او د نورد راین ویستفالن ایالت په مرکز دوسلدورف کې د ټاکنو پایلې وارزوي. لاشېت ته به د دوشنبې په ماسپښین د آلمان صدراعظمه چې پخپله هم له دغه گوند سره تړاو لري په برلین کې هرکلی ووایي.

د مسیحي دیموکرات گوند سیاستوال ینس شپان، د سي دي یو او اف دې پې تر منځ د ائتلاف خبره کړې ده. د مسیحي دیموکرت د رئیسه هئیت نوموړي غړي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دغسې یو ائتلاف ښایي د ټول المان په کچه کار وکړي. په پام کې ده چې د اف دي پي، گوند مخکښ کاندید او مشر لیندنر، د دوشنبې په ورځ د رسنیو پر وړاندې راڅرگند شي.

همداشان د سوسیال دیموکرات ایالتي لومړۍ وزیره هانلوره کرافت چې په ټاکنو کې یې ماتې خوړلې په برلین کې د گوند له مشر مارتین شولتڅ سره وویني.

همداشان زرغون، کیڼ اړخی او اې اف دې گوندونه هم غواړی چې په برلین کې د زیات نفوس لرونکي نارد راین ویستفالن ایالت ټاکنې ورازوي.