په ننګرهار کې پر کډوالو چت رالوېدلی
۱۳۹۵ بهمن ۴, دوشنبهاعلان
د ننګرها ولایت ویاند عطیق الله خوږياڼي، ویلي دي چې په پیښه کې د دې کورنۍ څلور تنه نور غړي ټپیان شوي هم دي. پیښه د دوشنبې په ورځ سهار وختي رامنځ ته شوې ده.
د پیښې قربانیان د هغو په لسونو زره کډوالو په ډله کې ول چې په دې وروستیو کلونو کې له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. همدا اوس هم په پاکستان کې شاوخوا ۱،۵ میلیونه افغان کډوال اوسیږي.
افغانستان په وروستیو وختونو کې له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو د ستنیدو له کبله تر ډیر فشار لاندې دي او په ځینو وختونو کې د دې سبب کیږي چې چارواکي په بیړنۍ توګه داسې مؤقتي استوګنځایونه جوړ کړي چې کیدای شي دغه شان پیښې رامنځ ته کړي.
نور مطالب: