1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په ننګرهار کې يوه سیمه ایز پولیس خپل پنځه ملګري وژلي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۹, جمعه

د ننگرهار ولايت د غني خېلو ولسوالۍ چارواکي وايي چي د دغي ولسوالۍ په يوه پوسته کي يوه سيمه ايز پوليس خپل پنځه ملگري وژلي او تښتېدلی دئ. د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا پرغاړه نه دی اخيستی.

https://p.dw.com/p/2dD8r
Afghanistan Kundus Sicherheitskräfte Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

دغه پيښه د جمعې په ورځ تر سپېده چاود مخکي د غني خېلو ولسوالۍ په يوه امنيتي پوسته کي شوې ده.

د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب په ننگرهار کي د دويچه ويله خبريال ته د دغې پېښي د پخلي تر څنګ ويلي دي چي د نصرت الله په نوم دغه سیمه ایز پولیس د غني خیلو ولسوالۍ له مارکو بازار سره نيژدې غونډۍ پوسته کې د خپلو پنځو ملګرو له وژلو وروسته له سیمي تښتېدلی دی.

ولسوال عبدالوهاب په دې اړه ډېر مالومات ورنه کړل.

د سیمي یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل چي د پنځو سیمه ایزو پولیسو له وژل کېدو وروسته له یادي پوستې څخه دوه کسه ژوندي وړل شوي، چې په خبره یې یو ممکن بریدګر او بل سیمه ایز پولیس وي.

د پيښه علت لا تر اوسه پوري روښانه نه دی. خو په افغانستان کې د اکثرو دغه شان بريدونو پړه وسله وال طالبان پرغاړه اخلي.

دوه ورځې وړاندې هم د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یوه سیمه ایز پولیس خپل دوه ملګري په ډزو ووژل او خپله وسله والو طالبانو ته ورغلی و.

اميد ديدار/ ننگرهار