په ننګرهار کې د سړک د غاړې ماین پنځه کسان ووژل
۱۳۹۷ فروردین ۳۱, جمعهد ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږیاڼي، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې پیښه د جمعې په ورځ په هسکه مینه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د دغه افغان چارواکي په خبره په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور بیا ټپیان دي.
خوږیاڼي ویلي دي چې د قربانیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو خوږیاڼي یې مسئولیت پر طالبانو باندې اچولی دی. د هغه په خبره طالبان وخت نا وخته په سیمه کې د افغان چارواکو او امنیتي ځواکونو د په نخښه کولو په موخه د سړک د غاړې ماینونه ځای پر ځای کوي.
افغانستان په نړۍ کې د ماینونو د قربانیانو تر ټولو لوړ شمیر لري چې هر کال ډیرو ملکيانو ته پکښې مرګ ژوبله اوړي. د روانې اوونۍ په پیل کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نمایندګي «یوناما» وویل چې د روان کال په لومړیو درو میاشتو کي په افغانستان کې ۷۶۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.