1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نایجیریا کي د وښو پر سر مرگونې مبارزه

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

په افریقا کي د حاصلخیزه مځکو پر سر کړکیچوڼه مخ پر زیاتیدو دي. پر کروندو او اهلي حیواناتو باندي د حملو په ترڅ کی قتلونه رامنځته کیږي. په نایجیریا کي د مځکو پر سر مبارزه یو ستر امنیتي گواښ بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/1IiYu
په افريقايي هيوادونو کي وچکالي
انځور: Reuters

همدارنگه په جنوبي سوډان کي د مځکو پر سر مبارزه کي وسلې کارول کیږي. کله چي یرغلگر راننوزي بیا نو د اوکپابي نیمبو د سیمې د اوسیدونکو له پاره د ژغورلو لار نه وي.

د رسنیو د رپوټونو له مخي وسله والو شپنو د اپریل مياشتي په پای کي د نایجیریا په جنوب ختیځ کي په سختو حملو او وژنو لاس پوري کړ. په لسونو کسان ووژل سول، کورونه او کلیساوي وراني سوې. په تیره بیا ددغې سیمي کوچیان له دا ډول ناوړو پیښو سره مخامخ وي.

په فبرورۍ میاشت کي هم د نایجیریا په مرکز کي د۳۰۰ په شاوخواکي انسانان د دا ډول یرغلونو په ترڅ کي له منځه ولاړل او ۷۰۰۰ کسان بیا تیښتي ته مجبور سول.

د اوبو په تلاښ کي
انځور: DW

آیا د کورنيو حیواناتو غله بې وسلې سي؟

تر اوسه پوري د نایجیریا حکومت د حل کومه لاره نه ده موندلې. که څه هم د یوه نوي قانون په مسوده کي په پام کي ده چي په هر ایالت کي باید کوچیانو ته څړځایونه ورکړل سي، دا په دې معنی چي کروندگر باید خپل د مځکو له یوې برخی څخه تیر سي خو د نایجیریایی رسنیو د رپوټونو له مخي نوموړې مسودې تر اوسه پوري د اولس ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

بابا عثمان گنجارمه چي د نایجیریا کوچیانو د ټولني سکرتر دی وايي چي یو څه وخت مخکي حکومت د کانو په سیمه کي د څارویو غله وبخښل او هغوی ته یې د کریډت وړاندیز وکړ، څو بیرته یې په ټولنه کي مدغم کړي. د عثمان په نظر هغوی ښايي اوس او یا هم وروسته خپلي وسلې تسلیم کړي. له همدې کبله باید حکومت په نورو سیمو کي هم ورته اقدام وکړي.

د اقلیم بدلون حالت نور هم کړکیچڼ کړی

نه یوازي نایجیریا پر کورنيو حیواناتو یرغلونه نه سي کنترولولای، بلکي له لسیزو راهیسي په زیاترو افریقايي هیوادونو په تیره بیا هغو سیمو کي چي وچکالي ده، د مځکو پر سر کړکېچوڼه روان دي.

د اقلیم بدلون او پر له پسې وچکالیو د اوبو کمښت رامنځته کړی چي له کبله یې حاصلخیزه مځکي او کورني حیوانات د کمښت په حال کي دي. په دې ډول نو د کوچیانو او د هغوی د اهلی حیواناتو ژوند هم له گواښ سره مخامخ کیږي.

په ایتوپیا کي سخته وچکالي

په ايتوپيا کي وچکالي
انځور: DW/G. Tedla

په عین وخت کي په ډیریو هیوادونو کي نفوس هم مخ پر زیاتیدو دی. په نایجیریا کی به د اټکلونو له مخي تر۲۰۵۰م کاله پوري ددغه هیواد نفوس تر دوه چنده هم زیات سي، یعنی له ۱۸۳میلیونو څخه به ۴۴۰ میلیونو ته لوړ سي. په دې ډول به حیوانات لږ څړځایونه او کروندگر لږ مځکي ولري.

له بلي خوا مذهب هم لوی نقش لري. په داسي حال کي چي ددغه ځای کوچیان د فولانی اولس په یوه ډله پوري اړه لري او مسلمانان دي، ځايي کروندگر بیا زیاتره عیسوي مذهبه دي. فولانيان د ساحل په ټوله سیمه کي اوسیږي. مذهبي دښمنۍ هم د کړکېچوڼو په ډېرښت کي مهم نقش لري.