1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ناامنه سيمو کي د رايه ورکولو مرکزونه تړل کیږي

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ فروردین ۴, دوشنبه

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون له امنیتي نهادونو سره په گډه یوه ارزونه پیل کړې ده، څو هغه مرکزونه چې نا امنه دي، پکښې د ټاکنو د تر سره کیدو مخه ونیول شي. کمیسیون د نا امنه سیمو په ټاکنیزو مرکزونو کې د تقلب څخه انديښنه لري.

https://p.dw.com/p/1BUua
انځور: Getty Images

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شورا گانو ټاکنې ۱۲ ورځې وروسته تر سره کیږي او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لویه انديښنه دا ده چې په هغو مرکزونو کې چې امنیت نه وي، ښایي په لویه کچه تقلب وشي.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا مشر ضیا الحق امرخیل، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴کال د مارچ۲۴) «په ټاکنیز بهیر کې د دیني علماوو او متنفذو اشخاصو نقش» تر نامه لاندې په کابل کې جوړ شوي سمینار ته وویل: «هر هغه مرکز ته چې خلک ورتلای نشي، یا ورته مواد نشي لیږدول کیدای او یا هم د ټاکنو کارکوونکي د نا امنۍ له کبله ورتلای نشي، باید پکښې ټاکنې تر سره نشي.»

ښاغلي امرخیل په خپلو خبرو کې وړاندي وویل چې دغه بررسي به په دوو ورځو کې بشپړه شي او د افغانانو ته به په ډاگه شي چې د نا امنۍ له کبله په څومره شمیر کې د رایې ورکولو مرکزونه تړل کیږي.

د ټاکنو په بهیر کي د څارونکو د زیاتیدو غوښتنه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون همداشان د ولسمشرۍ ټاکنو له ټولو کاندیدانو څخه وغوښتل چې په کابل او ولایتونو کې د ټاکنو د بهیر د څارنې له پاره ډیر څارونکي په کار وگوماري.

د ټاکنو کمېسیون استدلال کوي چې هر څومره په ډیره اندازه څارونکي د ټاکنو بهیر وڅاري په هماغه اندازه به د ټاکنو روڼوالی تضمین شي او د تقلب مخه به ونیول شي.

امر خیل له حکومت، مدني بنسټونو او کانديدانو څخه وغوښتل چې د ټاکنو له کمېسیون سره د روڼو ټاکنو په تر سره کولو کې مرسته وکړي: «تقلب په هغه ځای کې شوی دی، چې ټاکنیز څارونکي حضور نه درلود. تقلب په هغو ځایونو کې شوی دی، چي حکومتي مسئولانو تعهد نه دی کړی، تقلب په هغه ځای کې شوی دی چې کاندیدانو په غیر مشروع توگه کمپاین کړی دی، تقلب په هغه ځای کې شوی دی چې خلک خبر نه ول او د هغوی د برخلیک په اړه پریکړه شوې ده.»

د مسجدونو له لاری تشویقول

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو ولايتونو علما او مخور پلازمېني کابل ته ور بللي دي او له هغوی څخه یې غوښتي دي چې د مسجدونو له لارې خلک دې ته تشویق کړي چې په ټاکنو کې گډون وکړي.

د کابل مرستیال والي محب الله محبي، په دغه سمینار کې وویل چې د کابل په ټولو ولسوالیو او ناحیو کې قومي مخورو او دیني علماوو د ټاکنو ملاتړ کړی دی او خلک یې رایې ورکولو ته تشویق کړي دي.

ښاغلي محبي په خپلو خبرو کې وویل، په هره اندازه چې په ټاکنو کې د خلکو گډون زیات وي، په هماغه اندازه به په راتلونکې کې ستونزې کمې وي: «دا یو ملي بهیر دی. دا د افغانستان د راتلونکي او د هغو چلينجونو او ستونزو سره چې موږ لاس او گریوان یو، د راوتلو له پاره یو ضرورت دی. موږ له ټولو علماوو غواړي چې خلک په ټاکنو کې د گډون له پاره تشویق کړي.»

د علماوو نقش

هغو عالمانو چې په دغه سمینار کې يې گډون کړی وو پر دې خبره ټینگار وکړ چې خلک باید په ټاکنو کې پر گډون کولو سره د راتلونکي له پاره ښه مشر وټاکي. هغوی وویل چې ټاکنې د شریعت خلاف نه دي.

له دغو علماوو څخه یوه تن مولوي رحمت الله هوتک، وویل: «ټاکني هغه اصل دی چې څو کلونو دمخه افغانستان ته راغلې او په نړۍ کې هم مروج دی. خلک باید د دې لارې هڅه وکړي چې خپلي رایې داسي کسانو ته ورکړي چې هغوی افغانستان ته سوله او ثبات راوستلای شي.»

یوه بل دیني عالم مولوي پیر محمد، هم د افغانستان له خلکو وغوښتل چې خپلي رایې داسې کسانو ته ورکړي چې په افغانستان کې د فقر او بې وزلۍ کچه راکښته کړای شي او د دغه هیواد د قومونو تر منځ په سوله ییزه توگه د گډ ژوند کولو زمینه برابره کړي.