په مکسیکو کې زلزله او ويجاړی
په مکسیکو سټي او شا او خوا سیمو کې د ۷،۱ درجې زلزلې وروسته د مرګ ژوبلې د شمیر د لوړیدو اندېښنه څرګندیږي. د پلازمینې مکسیکو سټي چار چاپیره سیمو کې ودانۍ رانړیدلي او خلک یې لاندي کړي دي.
ډیري ودانۍ نړیدلي
د مکیسکو په پلازمینه مکسیکو سټي کې زورورې زلزلې لږ تر لږه ۲۷ ودانۍ نړولي دي، چې پکښې یو شمیر څو پوړیز هستوګنځایونه هم شامل دي. دغه ۷ درجې زلزله د یوه ستر ناورین په توګه ګڼل کیږي او د ډیرو سترو زیانونو سبب ګرځېدلې.
د چوپتیا له پاره غږ
راټولو شوو کسانو هغه وخت خوښي وښوده چې ژغورونکي ډلې د یوې نړیدلې ودانۍ تر خرابیو لاندې یو کس ژوندی وژغوره. خو هغوی ته ژر د چوپتیا غوره کولو وویل شول، ځکه چې ژغورونکو کسانو دغه ځای ته څیرمه تر خرابیو لاندې د بند پاتې شوو نورو کسانو لټون کاوه.
د ګډوډۍ صحنې
د مکسیکو سټي نفوس کابو ۲۰ میلیونه خلکو ته رسیږي. دغه زلزله څو ساعته وروسته له هغه رامنځ ته شوه چې د ښار ځایي چارواکو د زلزلې په هکله یو تمرین کاوه. په دغه ترڅ کې له څو پوړیزو ودانیو څخه خلک سړکونو ته راوتلي ول.
د مرګ ژوبلې شمیر مخ پر لوړید دی
د مکسیکو سټي په چار چاپیرو ښارونو کې چارواکو مؤقتي شمیري ورکړي، خو په پلازمینه مکسیکو سټي کې لا هم بشپړ ارقام نه دي وړاندي شوي. ځکه چې زلزلې ډیر زیان په مرکز او د دغه پر نفوسه ښار سویل لوري ته اړولی دی. اوسمهال په ټوله کې د۲۵۰ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکول کیږي، خو ښایي دغه شمیر لوړ شي.
د ۱۹۸۵م کال زلزلې ته ورته
اوسنی ناورین د ۱۹۸۵م کال کې د رامنځ ته شوې زلزلې یاد تازه کوي چې په دغه ښار کې تر ۱۰ زرو زیات کسان یې ووژل. چارواکو له خلکو غوښتنه کړې ده چې په لارو کوڅو کې سګریټ و نه څکوي، څو د ګاز پایپونو د لیک کیدو له کبله اور وانه خلي.
په دوو اوونیو کي دوهمه زلزله
په مکسیکو کې کابو دوې اوونې دمخه هم یو زلزله وشوه چې شا او خوا ۹۰ تنه یې ووژل. هغه مهال زلزله له مکسیکو سټي څخه وړاندې د دغه هیواد په سویل کې رامنځ ته شوه. زلزله پیژندونکي وایی چې اوسنۍ زلزله د لومړنۍ زلزلې بل ټکان نه دی.
په ودانیو کې اور
د مکسیکو سټي، په یو شمېر ودانیو کې د اور لګیدني پیښې هم رامنځ ته شوي دي. دغه ښار د نړۍ د یو له پر نفوسه ښارونو څخه شمیرل کیږي. د ښار په ځينو برخو کې د بریښنا او تلیفون مزي هم قطع شوي دي.